کورپاڼه / هنر او کلتور / عمران هاشمي: بالیووډ جعل کاري ده او همدا یې حقیقت دی

عمران هاشمي: بالیووډ جعل کاري ده او همدا یې حقیقت دی

د بالیووډ اداکار یا هنرمند عمران هاشمي خپله فلم صنعت جعل کاري یعنې مصنوعي یې ګڼلې او ویلي یې دي چې همدا د بالیووډ حقیقت دی. عمران هاشمي له یوې راډیو سره په خبرو کې ویلي، چې په دې هیڅ شک نشته چې بالیووډ یوه مصنوعي فلمي صنعت کاره ده او همدا رښتیا دي.

عمران هاشمي له تېرو شلو کلونو څخه په بالیووډ کې د یو اداکار یا هنرمند په توګه کار کوي، کله چې په یوې راډیو ترې وپوښتل شول، چې دی ولې د بالیووډ په زړه راښکون کوونکو کارونو کې برخه نه اخلي، عمران هاشمي یې په ځواب کې بالیووډ نه یوازې دا چې جعل کاره ګڼي، بلکې د ژوند مصروفیتونه یې هم لامل ښیي.

عمران هاشمي وایي چې دی ډېر وخت له خپلو هغه ملګرو سره تېروي، چې بالیووډ سره اړیکه نه لري او د فلم له ثبت وروسته د بالیووډ کارونو ته ترجیح نه ورکوي، چې په همدې سبب یې ذهني توازن هم برابر وي.

عمران هاشمي اوسمهال د خپل نوي فلم (ممبیي ساګا) په تیارولو بوخت دی، چې د مارچ په ۱۹ نیټه به سینما ته وړاندې شي، د سنجی ګوپتا په دې فلم کې به جان ابراهام، سنیل شیټي او نور اداکاران هم را څرګند شي.

ممبیي ساګا فلم کې د ممبیي د ښار کیسه کوي او له وروسته ډېر امکان شته چې عمران هاشمي به د امیتاب بچن سره په (چهره) فلم را څرګند شي.

دا هم ولولئ

راهول له اتیا شیټي سره د هغې د ورور د لومړي فلم (تړپ) په پریمیر کې ګډون وکړ

د هند کرکټ لوبډلې پیلیز توپ وهونکي لوکیش راهول له اتیا شیټي سره د هغې …