مشهور فرانسوي نجومي یا ستور پېژندونکی نوستراډامس په ۱۵۰۳ زېږدیز کال په پاریس کې زېږېدلی او په ۱۵۶۶ کال مړ شوی دی، ویل کېږي چې نوموړي پخپل ژوند کې د نړۍ په اړه ډېرې وړاندوینې کړي وې، چې ځینې بیا رښتیني هم ثابتې شوې، دغه راز نوموړي د ۲۰۲۱ کال په اړه هم ځینې وېروونکې وړاندوینې کړې، چې دریم نړیوال جنګ او د سختو زلزلو راتګ ور پکې شامل دي.
د نوستراډامس د وړاندوینو له مخې ددې نړۍ وروستی کال به ۳۷۹۳ زېږدیز کال وي او دا به پر ځمکه د انساني ژوند وروستی کال وي، نوستراډامس ویلي ول، چې دا کال به وروستۍ مبارزه وي او نړۍ به پای ومومي.
د نوستراډامس د وړاندوینو په اړه انګلیستانی پوه بوبي شیلر وایي، چې نوستراډامس په راتلوونکو کلونو کې د لمریز طوفان وړاندوینه کړې، چې دغه طوفان به د ځمکې بریښنایي سیستم له منځه یوسي او د نړۍ د اړیکو یا ارتباطاتو ټول سیستمونه به له کاره وغورځوي، بریښنا به نه وي او نړۍ به په تیاره کې واقع شي، دغه راز د ییلوسټون په ملي پارک کې به اور شیندنه رامنځته شي چې ډېره تباهي به رامنځته کړي.