کورپاڼه / اسلام / هغه یوه ګناه چې په سبب یې دعا نه قبلېږي

هغه یوه ګناه چې په سبب یې دعا نه قبلېږي

دعا د عبادت مغز دی او ډېر کسان پخپلو عباداتو کې دعا ته ځانګړی ځای ورکوي او هغه څه دي چې د مصیبتونو او ستونزو مخه نیسي، خو ځینې وختونه شک بیا شک پیدا کېږي چې دعا مو نه قبلېږي، چې بیا یې په سبب انسان له مختلفو ابهامونو سره مخ کېږي، خو الله تعالی حضرت آدم علیه السلام ته ارشاد فرمایې، یو کار ستا دی او یو کار زما، ستار کار دعا غوښتل او زما کار قبلول دي.( درمنثور ) الله تعالی له دې حیا کوي چې د بنده خواره لاسونه بېرته تش واپس کړي.( مشکوة ) خو د دعا کولو ترڅنګ ځینې شرطونه هم دي، چې پرته له هغې دعا عرش ته نه رسېږي.

دعا ولې نه قبلېږي؟

یوه ورځ حضرت سعد ابن ابي وقاص رضي الله عنه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل، چې یا رسول الله دعا وکړئ چې زما دعا قبوله شي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل، چې حلال خواړه وخوره دعا به دې قبوله شي.

حرامه ګټه:

هغه غوښه چې په حرامو او رشوت سره پالل شوي وي، د دوزخ اور پرې زر اثر کوي (عزیزی) دغه راز د ابو هریره څخه روایت دی چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمایلي، الله تعالی پاک دی او پاکوالی خوښوي.

هغه څوک چې د ګټې وټې ټول وسیلې شکمنې وي، هغه شخص چې خوراک، څښاک، پوښاک هر څه یې حرام وي او هغه انسان چې په ظاهره ښکلی او خوشبویه وي، خو روح یې بد بویه وي، د پاکوالي خوښونکی رب یې آواز نه اوري او په همدې سبب یې دعا هیڅکله د قبولیت درجه نه غوره کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

د یو ښه مسلمان صفتونه، د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم پر ژبه

پیغمبر اکرم صلی الله علیه وسلم حضرت علي رضي الله عنه ته وفرمایل، چې په …