کورپاڼه / روغتيا / د تریخي تیږي، سببونه او درملنه

د تریخي تیږي، سببونه او درملنه

د تریخي تیږي په ډېرو خلکو کې رامنځته کېږي، خو هر څوک له درد سره نه مخ کوي او په سبب یې د شتون احساس هم نه کېږي، ځکه چې ډېر وخت له نښو نښانو پرته رامنځته کېږي.

د تریخي دنده د صفرا راټولول دي، چې د غوړو یا وازدو په هضم کې مرسته کوي او صفرا له ځیګر څخه په تریخي کې راټولېږي، چې ۹۷ سلنه اوبه له یو څخه دوو پورې مالګې یو سلن غوړ او وازدې لري.

په نوي طب کې ددې برخې د ناروغیو لپاره کوم درملنه شتون نه لري، خو د سخت درد پرمهال کانګې کول، بدهضمي او د معدې سوخت، تبه او د درد درملنه کېدلی شي.

روغتیایي کارپوهان وایي چې په تریخي کې د تیږو رامنځته کېدل ډېر زیات سببونه لري، چې لومړنی یې زموږ خوراکي دي چې په ور پکې د غوړو اندازه څومره وي، کلیسټرول یې څومره دي او آیا هضم ته برابره ده او که نه؟

د تیږو او سوخت لپاره د درد د آرامولو پرته کومه بله حللاره نشته او د هرې ناروغۍ یواځینی انتخاب یې عملیات کول او هغه څوک چې تریخی یې ایستل شوی وي، ټول عمر له بدهضمۍ سره مخ دي او غوړ نه شي هضمولی. ځینې وختونه په خوراکي توکو کې د کلسیم او نور توکو ډېروالی، د ګردو ناروغي او د اوبو کمښت په ګرده او مثانه کې د وړو وړو تیږو شکل غوره کوي.

دا هم ولولئ

د زکام له ناروغۍ څخه د مخنیوي لپاره څه وکړو؟

کله چې هوا سړه شي او موسم بدل شي نو زیاتره خلک پر زکام، نزلې، …