کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / څېړنه: څوک له خپله ګډ ژوند څخه خوښ وي او څوک بیا ناخوښ؟

څېړنه: څوک له خپله ګډ ژوند څخه خوښ وي او څوک بیا ناخوښ؟

که چېرته تاسې له خپل ګډ ژوند څخه خوښ نه یئ، نو پړه یې پخپلې میرمنې یا د ژوند پر ملګرې مه اچوئ، ځکه چې اوسمهال ساینسپوهانو د یوې نوې څېړنې له مخې یوه داسې خبره کړې، چې په اورېدو به یې خپل ځان پړ وګڼئ.

د میل انلاین د راپور له مخې ویل کېږي، چې د څېړنو د پایلو له مخې ساینسپوهانو معلومه کړې، چې کوم کسان له خپل ګډ ژوند څخه خوښ دي او کوم بیا د ناخوښۍ احساس کوي، دغه ټاکنه یې ډي این ای کوي.

په ۱۴۲ کسانو د څېړنې له مخې ساینسپوهانو په ډي این ای کې یو داسې جین موندلی، چې د ګډ ژوند په اړوند د خوښۍ او ناخوښۍ ټاکنه کوي.

راپورونه وایي چې ددغه جین نوم (سي ډي ۳۸) دی او همدغه جین د خلکو ترمنځ د مینې د اړیکو په اړه د خوښۍ او ناخوښۍ ټاکنه کوي او د څېړنې پرمهال چې کوم کسانو دغه جین درلود د خپل ژوند له ملګري سره خوشحاله ول، خو هغه کسان چې بیا یې دغه جین نه درلود له خپل ګډ ژوند څخه ناخوښه ول خو ورسره ترڅنګ ډېر باور لرونکي، بخښوونکې او منندویه اشخاص هم دغه کسان ول.

Loading...

دا هم ولولئ

فضايي هوټل ١

په فضا کې جوړېدونکى لومړنى هوټل به څه ډول وي؟

په فضا کې جوړېدونکى لومړنى هوټل (سپېس هوټل) به په ٢٠٢٥ کال کې بشپړ شي …