د پېښور زلمي لوبډلې لپاره په دويمه لوبه کې ټام کوهلر او امام الحق په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه، چې د ملتان سلطانز پر وړاندې يې د پېښور زلمي لوبډلې ته لومړۍ بريا ورپه برخه کړه.
د پاکستان سوپر ليګ پنځمه لوبه پرون د ملتان سلطانز او پېښور زلمي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. په پيل کې پېښور زلمي پچه وګټله او ملتان سلطانز ته يې لومړى د توپوهنې بلنه ورکړه.
ملتان سلطانز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ١٩٣ منډې وکړې، چې له ډلې يې جيمس وينس ٨٤، محمد رضوان ٤١ او سهېب مقصود ٣٦ منډې وکړې.
د پېښور زلمي له لوري ثاقب محمود ٢، محمد عمران او محمد عرفان ١-١ ويکټ واخيستې. مجيب الرحمان هم ٤ اورونه ترسره کړل چې ٤٠ منډې يې ورکړې، خو کومه ويکټ يې وانخيسته.
د ١٩٤ منډو هدف د پېښور زلمي لوبډلې په ١٩ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او په روان ليګ کې يې لومړۍ بريا خپله کړه.
د دوى له لوري ټام کوهلر کېډمور ٥٣، امام الحق ٤٨، کامران اکمل ٣٧ او حېدر علي ٢٤ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د ملتان سلطانز له لوري شاهنواز دهاني ٢ او عثمان قادر ١ ويکټ واخيسته.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ټام کوهلر کېډمور ته ورکړل شوه.
د پاکستان سوپر ليګ ٦مه لوبه به نن د کراچۍ کنګز او اسلام اباد يونايټيډ لوبډلو ترمنځ د افغانستان په وخت ٦:٣٠ بجې پيل شي.