کورپاڼه / جالب / هغه انجلۍ چې پوستکی یې په دوامداره توګه له بدن څخه توییري

هغه انجلۍ چې پوستکی یې په دوامداره توګه له بدن څخه توییري

په انګلیستان کې یوه انجلۍ په یوه داسې ناروغۍ اخته ده، چې پوستکی یې له بدن په دوامداره توګه توییږي یا غورځي. د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه انجلۍ د یوویشت کلونو په عمر دی، ربیکا سیزر نومېږي او د (psoriasis) په نوم په ناروغۍ اخته ده.

ویل کېږي چې دا یوه داسې ناروغي چې د عادت پر خلاف د انسان پوستکی لس برابره ډېر غټوي، چې بیا یې پر بدن د پوستکي د راټولېدو په سبب داغجن کېږي او همدغه راټول شوې برخه یې توییږي یا له بدن څخه غورځي.

ربیکا د دوو ماشومانو مور ده او په یواځې ځان یې پالنه کوي، نوموړې وایي چې د ښوونځي د ابتداییه دورې څخه په دې ناروغۍ اخته ده او په ښوونځي کې به ترې نورو ماشومانو نفرت کاوه او ویل به یې چې زه د هیچا نه خوښېږم.

ربیکا زیاتوي، چې په دې وروستیو میاشتو کې یې ناروغۍ شدت موندلی او ټول بدن یې دومره ډېر خارښت کوي، چې خوب ور څخه نه شي کولی او ټوله شپه لګیا وي له خپل بدن څخه پوستکی لېرې کوي او پر وینا یې چې په تر اوسه ور باندې یو ډول درملو هم اغېز نه دی کړی او څومره یې چې درملنه کوي په هماغه اندازه یې ناروغي ډېرښت مومي.

Loading...

دا هم ولولئ

په امریکا کې یو سپی د نړۍ ترټولو شتمن سپی ګڼل شوی+ویډیو

په امریکا کې یو سپی د نړۍ ترټولو شتمن سپی ګڼل شوی، چې په شخصي …