کورپاڼه / هنر او کلتور / کپل شرما پر ویلچیر د تګ سبب څرګند کړ

کپل شرما پر ویلچیر د تګ سبب څرګند کړ

د هندوستان مخکښ یا مشهور کامیډي کوونکي پر ویلچیر د تګ سبب څرګند کړ.

تېره ورځ کپل شرما د ممبیي په هوایي ډګر په داسې حالت کې لېدل شوی و، چې نوموړی پر ویلچیر ناست وي او له هوایي ډکر څخه ووځي او په دې دوران کې د رسنیو له راپور جوړونکو او له عکس اخیستونکو سره هم په جنجال شو او په غوسه یې ورته له مخې څخه د لېرې کېدلو وویل.

د کپل شرما پر ویلچیر د ناستې عکسونه او ویډیوګانې د نوموړي د مینوالو لخوا د اندیښې وړ وګرځېدې، خو اوسمهال کپل شرما یې د سبب په اړه له رسنیو سره خبرې کړي.

له هندي رسنیو سره په خبرو کې کپل شرما ویلي، چې زه روغ جوړ یم او په جیم کې د ورزش پرمهال یې ملا زخمي شوې، چې په څو ورځو کې به ښه شي او له مینوالو یې مننه کړې، چې په اړه یې اندیښنه کړې ده.

یاده دې وي چې کپل شرما د هندوستان د مخکښو او مشهور کامیډي کوونکو څخه دی او د هندوستان د مشهورې شو (دی کپل شرما شو) کوربتوب کوي، چې اوسمهال د ځینو سببونو له امله تړل شوې او په دې وروستیو کې د کپل شرما دویم ماشوم هم زېږېدلی.

Loading...

دا هم ولولئ

دیپکا پاډوکون د کامرې تر شا څه ډول ژوند لري؟

د لکونو مینوالو او تعقیبوونکو د لرونکو فلمي شخصیتونو د شخصي ژوند او د ژوند …