کورپاڼه / روغتيا / د ویټامینونو د خوړلو سهي وخت کوم دی؟

د ویټامینونو د خوړلو سهي وخت کوم دی؟

ویټامینونه او منرالونه د انسان د بدن لپاره بنسټیز توکي ګڼل کېږي او په مناسبه توګه د ویټامینونو درلودل د انسان دفاعي سیستم پیاوړی کوي او له بېلابېلو ناروغیو څخه ژغوري، خو دا چې کوم ویټامین په کوم وخت کې ګټور وي دلته به یې ولولو.

روغتیایي کارپوهان وایي چې ویټامینونه د انسان بدن ته په داخلېدو سره په بېلابېلو وختونو کې په بېلابېلو طریقو سره ګټور تمامېږي، ځینې ویټامینونه مخکې له ډوډۍ، ځینې وروسته له ډوګۍ او ځینې بیا په نهاره یا د خوراک پرمهال استعمالېږي. هر ویټامین د انسان پر بدن خپل اغېز ښیندي، د درملو په توګه ځینې ویټامینونه ملټي یا ډېر وي او ځینې بیا په یوازې یو وي، چې په بېلابېلو وختونو کې یې استعمال ګټور وي.

د ملټي ویټامینونو سم وخت:

د ملټي ویټامینونو په کپسول کې کلسیم، اوسپنه، فولیک اسید، ویټامین ای، د بي مختلف ویټامین، ویټامین سي، ویټامین اي، ویټامین ډي او زنک موندل کېږي. روغتیایي کارپوهان وایي چې اوسپنه په تشه ګیډه په آسانۍ هضمېږي او اغېزمنه تمامېږي، که چېرته د اوسپنې څخه دمخه نور توکي استعمال شي نو بیا ډېر ګټور نه ګڼل کېږي او په هضم کې یې ډېر وخت ته اړتیا وي، اوسپنه له نارنج یاهم د ویټامین سي لرونکو توکو سره غوره وي. روغتیایې کارپوهان زیاتوي چې د ملټي ویټامینو ښه وخت د غرمې د ډوډۍ پرمهال وخت دی، له غرمې دمخه د ویټامین کپسول وخورئ بیا ورپسې ډوډۍ وخورئ، خو باید له استعمال سره یې یوه غټه پیاله اوبه وڅښل شي، خو د سهار پرمهال پرته له خوراک یې استعمال زیانمن وي.

د فولیک اسید استعمال:

د فولیک اسیدو استعمال د امیندوارو میرمنو لپاره ډېر اړین وي، روغتیایي کارپوهان وایي چې له حمل څخه یو کال دمخه باید د فولیک اسیدو استعمال پیل شي.

د غوړ لرونکو توکو سره ویټامینونو استعمال:

ویټامین ډي، اي، ای او کی د ماښام له خوراک سره ګټور وي، د ویټامینونو د هضم لپاره غوړو ته اړتیا وي، خو که چېرته ویټامینونه ډېر استعمال شي نو په ځیګر کې راټولېږي، نو هڅه وکړئ چې دا ویټامین له غوړ لرونکو خوړو سره استعمال کړئ.

له اوبو سره د ویټامینونو استعمال:

هغه ویټامینونه چې له اوبو سره استعمالېږي، په نهاره یې کارول ګټور وي، یعنې د سهار پرمهال له خوراک څخه دمخه باید نیم ساعت یا دوه ساعته دمخه استعمال شي، هغه ویټامینونه چې له اوبو سره استعمالېږي عبارت دي له ویټامین سي، د بي ګروپ ویټامین او غولیک اسید.

د ویټامین بي د استعمال سم وخت:

د یوې ښې ورځې د پیل لپاره د سهار پرمهال ویټامین بي استعمالولی شئ، د بي ګروپ ټول ویټامین دفاعي سیستم ته پیاوړتیا ورکوي او ذهني فشار کموي، خو یاده دې چې ډېر ویټامینونه د روغتیا لپاره خطرناک وي.

Loading...

دا هم ولولئ

د ویټامین اي په استعمال سره روغتیا او ښکلا ښه والی مومي

د انسان د روغتیا د ښه والي لپاره ویټامینونه او منرالونه ډېر مهم رول لوبوي، …