کورپاڼه / جالب / په امریکا کې (۱۳۹) کلن کور له یو ځای څخه بل ځای ته وړل شوی+ویډیو

په امریکا کې (۱۳۹) کلن کور له یو ځای څخه بل ځای ته وړل شوی+ویډیو

د امریکا متحده ایالاتو په سان فرانسسکو ایالت کې د ۱۳۹ کلن پخوانی کور په یوې نوې طریقې سره له یو ځای څخه بل ځای ته د وړلو بریالۍ تجربه ترسره شوې ده

ویل کېږي چې د امریکا په سان فرانسسکو ښار کې۱۳۹ کلن پخوانی کور له پخواني ځای څخه یو نوي ځای ته انتقال شوی، دا کور چې د بریتانیې د ملکې په دور کې جوړ شوی، له خپل ځای څخه څخه شپږ بلاک لېرې یو بل ځای ته وړل شوی دی.

راپور وایي، چې ددغه دوه منزل کور په انتقالولو څلور لکه ډالر مصرف راغلی او د انتقال پرمهال د سرک څراغونه، د بریښنا مزي او نور شیان هم لېري شوي دي.

دا کور په پنځه زره مربع فوټه ځمکه باندې جوړ شوی، چې د لویو کړکیو او د یوې خړ رنګه مرکزي دروازې په اساس د اهمیت وړ دی او ډېر خلک یې د لېدلو لپاره په سرک راټول شوي ول.

Loading...

دا هم ولولئ

پاکستان کې یو شخص چې (۳۹) لمسیان یې لرل؛ پنځم واده یې هم وکړ

د پاکستان په ګوجرانواله سیمه کې د نهه دیرشو کمسیانو څښتن پنځم واده وکړ، که …