کورپاڼه / ليکنې / ولې دیرش دقیقې ورزش کول د روغتیا لپاره اړین وي؟

ولې دیرش دقیقې ورزش کول د روغتیا لپاره اړین وي؟

د ښې روغتیا لپاره هر څوک ځانګړې لارې چارې خپلوي، چې ځینې په همدې موخه په ورځني ډول ورزش او ښې خوراک د ژوند برخه ګرځوي، ګې اوسمهال د هندوستان د مشهور شخصیتونو روزونکی ونود چنا پخپل انسټاګرام د ښه او غوره ژوند کولو لپاره ځینې لارې چارې ښودلي دي.

د جان ابراهام، شلپا شیټي او د نورو مشهورو شخصیتونو روزونکی ونود چنا وایي، چې د ښه ژوند تېرولو طرز طریقې خپلول آسانه نه وي، په پابندۍ سره د ورزش کولو یا د غوره خوراکي توکو پخولو لپاره وخت ورکول ستونزمن وي، خو دغه محنت یې بیا په څو لارو سره رنګ راوړي، چې په همدې لړ کې ځینې لارې چارې هم ښودلي دي:

  • د اوونۍ په ډېرو ورځو کې تر دیرش دقیقو پورې قدم ووهئ، د کور کارونه ترسره کړئ، منډه ووهئ، پیاده مزل وکړئ، نڅا وکړئ، سابه او پروټین لرونکي خواړه استعمال کړئ.

  • په آرام ځای کې کینئ، ژوره ساه واخلئ او په دې ډول ځان ارامه کړئ او ذهني او رواني روغتیا ته مو ښه والی ور په برخه کړئ.

  • ونود چنا وایي چې د ژوند د ستونزو څخه ځان ژغورنه اړینه وي، په ذهن زور مه راوړئ، ځکه چې دا عادت مو ژوند ستونزمنوي.

  • داسې کار وکړئ چې تاسې خوشحاله وساتي، په دې مو پر ذهن فشار کم وي او ژوند مو په مثبت ډول سره تېرېږي.

  • له ملګرو او خپلوانو سره په اړیکه کې واوسئ او وخت ورکړئ.

  • په سم ډول خوب وکړئ، ستړي اوسېدل طبیعت خرابوي، نامناسب خوراک د زړه ناروغۍ او نور خطرونه رامنځته کوي.

دا هم ولولئ

لمر

د نړۍ هغه ٥ سيمې، چېرته چې لمر نه ډوبېږي

الله ج دا نړۍ ډېره ښايسته پېدا کړې ده او داسې داسې ښايسته سيمې يې …