کورپاڼه / جالب / د نړۍ قیمت بیه بریاني، یو پلیټ یې (۲۲۰۰۰) افغانۍ قیمت لري

د نړۍ قیمت بیه بریاني، یو پلیټ یې (۲۲۰۰۰) افغانۍ قیمت لري

تاسې به په کور یا بازار کې تیاره شوې بریاني خوړلي وي، چې قیمت یې له دوه نیم، درې سوو افغانیو ډېر نه وي. بریاني یو له هغه خوړو څخه شمېرل کېږي چې په اسیا کې ډېر خلک په شوق سره خوري او همدا سبب دی چې په بېلابېلو طریقو سره تیارېږي.

اوسمهال په دوبۍ کې یو هوټل د نړۍ قیمت بیه بریاني خرڅلاو ته وړاندې کړې، چې د قیمت په اورېدلو به یې حیرانه شئ. د راپورونو له مخې ویل کېږي چې دغه بریاني یې د دوبۍ نړیوال مالي مرکز (DIFS) د غونډې میلمنو ته وړاندې کړې، چې د یو پلیټ قیمت یې د دوه زرو افعانیو سره برابر دی.

ویل کېږي چې دغې بریاني ته طلایي بریاني نوم ورکړی او په طلایي پلیټ کې به میلمنو ته وړاندې کېږي، چې یو پلیټ یې له ۲۳ قیراطه سرو زرو څخه تیار شوی دی او د بریاني وزن تر دریو کیلو پورې دی، چې کوچني آلوګان، ایشېدلې هګۍ، وریته کړی کاجو، انار دانې، سره کړي پیاز، نعناع او د سپینو او زعفراني ورېژو قیمه هم پکې شامله ده.

یو پلیټ بریاني په دې ډول سره وړاندې کېږي، چې زعفراني ورېژي، کشمیري سیخ کباب، راجپوتي چکن یا د چرګ کباب، ملایي کوفته، ملایي د چرګ روش او نور به پکې شامل وي.

د هوټل د کارکوونکو لخوا پیرودونکو ته له بریاني سره یوځای سلاد، سالن او د بادامو چکني هم ورکول کېږي.

دا هم ولولئ

راشد خان او مجیب الرحمان

راشد خان بیا ناییتوب شروع کړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشهور ورو توپ اچونکي راشد خان یوه ویډیو خپره شوې …