کورپاڼه / روغتيا / د ای سي (AC) اوه (۷) تاوانونه

د ای سي (AC) اوه (۷) تاوانونه

ای سي د نوي دور له لویو اسانتیاوو څخه یوه اسانتیا ده، که چېرته د نړۍ د آب او هوا ته نظر وکړو، نو ګورو چې موسم ورځ په ورځ ګرمېږي او ساړه کمېږي او په پایله کې انسان له زیانونو سره مخ کېږي.

  • ای سي ته تر ډېره ناسته د سترګو طبیي اوبه وچوي او د خارښت او سوخت سبب یې ګرځي، هغه کسان چې د سترګو دا ډول ستونزه لري له ای سي دې لېرې اوسي.

  • ای سي تر ډېره پورې ناسته د پوستکي سپوروالی رامنځته کوي او په پایله کې پوستکی سوخت او خارښت پیدا کوي.

  • هغه کوټه چې ای سي ور پکې وي، طبیعي نم یې هم کم وي، چې په داسې حالت کې د انسان بدن د اوبو کمښت احساسوي.

  • تر ډېره پورې ای سي ته کېناستل د پوزې، مرۍ، سترګو او د ساه اړوند ستونزې پیدا کوي.

  • هغه کسان چې د ساه لنډۍ او حساسیت ستونزې لري او ای سي هم پاکه نه ساتي نو ذکر شوې ستونزې یې شدت خپلوي.

  • د ای سي په سبب د اوبو کمښت د سر درد او نیم سری رامنځته کولی شي، یعنې کله چې تاسې د ای سي لرونکې کوټه کې ناست یئ او ناڅاپه بهر وځئ چې بیا همدغه کړنه مو د سر درد رامنځته کوي.

  • ای سي چې تاسې ته یخوالی در په برخه کوي، تر دې چې ګرمه هوا یې هم منفي اغېزې ښیندي او انسان کمزوری کوي.

دا هم ولولئ

مستې د وینې فشار ته د ګټې رسولو ترڅنګ نورې حیرانوونکې ګټې هم لري

ښې بکتریاوې یعنې د انسان د روغتیا لپاره له اړینو او مثبتو بکتریاوو څخه ډکې …