کورپاڼه / هنر او کلتور / د پريانکا چوپړا کالي په ټولنيزو رسنيو کې رشخند شوي
پريانکا چوپړا

د پريانکا چوپړا کالي په ټولنيزو رسنيو کې رشخند شوي

د باليووډ او هاليووډ فلمونو مشهورې اداکارې پريانکا چوپړا نوي کالي په ټولنيزو رسنيو کې د خلکو د پام وړ ګرځېدلي او ډېرې تبصرې پرې شوې دي.

د پريانکا چوپړا دا کالي چې بېخي د پوکڼۍ په څېر پړسېدلي ښکاري، نوموړې په يو پروګرام کې اچولي و، چې له هغه وروسته د خلکو پام ورواوښت.

د پريانکا چوپړا په دې جالبو کاليو که څه هم چا نيوکې نه دي کړي، خو په ټولنيزو رسنيو کې د هغې په دې کاليو جالبې تبصرې شوې دي او خلکو پرې مزاحيه پوسټونه کړي دي.

د نوموړې د دې کاليو د عکسونو سره خلکو ډېر جالب عکسونه يو ځاى کړي دي او په ټولنيزو رسنيو کې يې خپاره کړي دي، خلکو د بېلا بېلو شيانو سره هم تشبيه کړې ده.


د يادولو وړ ده چې پريانکا چوپړا د باليووډ تر څنګ د هاليووډ په فلمونو کې هم کار کوي او په ټوله نړۍ کې ډېر مينه وال لري.

Loading...

دا هم ولولئ

ميرا

امريکا مشهوره پاکستانۍ اداکاره د لېونو په روغتون کې داخله کړې، وايي لېونۍ ده

د پاکستاني فلمونو مشهوره اداکاره ميرا په امريکا کې لېونۍ بلل شوې ده او له …