کورپاڼه / خبرونه / شاهد اپريدي د اى سي سي په قانون نيوکې وکړې
شاهد اپريدى

شاهد اپريدي د اى سي سي په قانون نيوکې وکړې

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر او الراونډر لوبغاړي د کرکټ نړيوالې شورا (اى سي سي) په هغه قانون نيوکې وکړې، چې د کورونا له امله د لوبڅارانو اړوند جوړ شوي.

نوموړي د ټولنيزو رسنيو په ټويټر وېبپاڼه کې په خپل پېغام کې اى سي سي ته ليکلي دي، چې د لوبې پر مهال لوبڅاران ولې د توپ اچونکو خولۍ نه شي نيولى؟

شاهد اپريدى په خپل ټويټ کې ليکي، چې لوبڅاران هم د ټيم او منيجمنټ په څېر د کورونا احتياطي تدابير خپلوي، تر دې پورې چې د لوبې په پاى کې ټول لاسونه هم يو بل ته ورکوي، خو د خولۍ نه نيولو اجازه نه ورکول ډېره جالبه ده.


د يادولو وړ ده چې د کورونا ويروس له امله د کرکټ نړيوالې شورا د کرکټ سياليو له بيا ځلې پيلېدو مخکې د لوبغاړو، لوبڅارانو او د لوبو پر مهال ځينې نوي قوانين جوړ کړي و.

د اى سي سي په نوي قانون کې لوبغاړي له دې هم منع شوي دي، چې د توپ اچونې پر مهال به په توپ باندې لاړې نه لګوي يعنې لمدوي به يې نه او همدا راز لوبڅاران به د هېڅ لوبغاړي کوم څه شى نه اخلي.

دا هم ولولئ

نور احمد لکڼوال هم د لنکا لیګ کې واخیستل شو

د افغانستان کرکټ لوبډلې چینامین توپ اچونکی نور احمد لکڼوال د سریلانکا په غوره لیګ …