کورپاڼه / خبرونه / د سريلانکا پيليز توپوهونکي اوپل تيرنګا له نړيوال کرکټ نه استعفا ورکړه
اوپل تيرنګا

د سريلانکا پيليز توپوهونکي اوپل تيرنګا له نړيوال کرکټ نه استعفا ورکړه

د سريلانکا کرکټ ملي لوبډلې پيليز توپوهونکي اوپل تيرنګا له نړيوال کرکټ څخه استعفا ورکړه، نوموړي له تېرو پنځلس کلونو راهيسې نړيوال کرکټ ترسره کاوه، چې نور يې نړيوال کرکټ پاى ته ورسېد.

اوپل تيرنګا په ټويټر کې په خپاره کړي يو پېغام کې ويلي دي، چې اوس وخت راغلى دى چې نور نړيوال کرکټ سره مخه ښه وکړم.

نوموړى په خپل ټويټ کې ليکي، چې يوه مشهوره خبره ده، چې هر غوره څيز يوه ورځ پاى ته رسېږي، همداسې زما نړيوال کرکټ هم نور پاى ته ورسېد.


اوپل تيرنګا په دې ټويټ کې د خپلو مينه والو څخه هم ځانګړې مننه کړې ده او د سريلانکا کرکټ لوبډلې لپاره يې د ښو هيلو څرګندونه کړې ده.

اوپل تيرنګا خپله وروستۍ ټېسټ لوبه په ٢٠١٧ کال کې د هند پر وړاندې ترسره کړې وه، چې يوازې ١٢ منډې يې جوړې کړې، په دغه لوبه کې سريلانکا د ١٧١ منډو په توپير ماتې خوړلې وه.

٣٦ کلن اوپل تيرنګا د سريلانکا لپاره ٣١ ټېسټ سيالۍ ترسره کړي دي چې ٧٥٤ منډې يې کړي، همدا راز ٢٣٥ نړيوالې يو ورځنۍ لوبې يې هم ترسره کړې دي چې ٦٩٥١ منډې يې ترلاسه کړې دي او ٢٦ نړيوالو شل اوريزو لوبو کې هم لوبېدلى دى چې ٤٠٧ منډې يې پکې جوړې کړې دي.

دا هم ولولئ

کريس موريس

کريس موريس په شپږيزه د راجستان رايلز لوبډله بريالۍ کړه

د راجستان رايلز لوبډله چې د ټاکلي هدف پر وړاندې ډېره کمزورې روانه وه، خو …