کورپاڼه / د لوبو راپورونه / هند د انګلستان لوبډله په ١١٢ منډو وسوځوله
اکشر پټيل

هند د انګلستان لوبډله په ١١٢ منډو وسوځوله

د هند او انګلستان ترمنځ نن دريمه ټېسټ لوبه په احمد اباد کې پيل شوه، چې انګلستان په ښې توپوهنې ونه توانېدله او ټوله لوبډله يې په ١١٢ منډو وسوځېدله.

د دې لوبې په پيل کې انګلستان پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

خو انګلستاني توپوهونکي د هندي توپ اچونکو پر وړاندې ونه درېداى شو او پرلپسې يې ويکټې له لاسه ورکړې، چې په لومړۍ ورځ يې ټوله لوبډله په ١١٢ منډو وسوځېدله.

زاک کراولي يوازينى توپوهونکى و چې ٥٣ منډې يې وکړې، همدا راز جو روټ ١٧، بين فوکس ١٢ او جوفرا ارچر ١١ منډې وکړې، ډام سبلي او جوني بيريسټو په صفر وسوځېدل او بين سټوکس هم يوازې ٦ منډې ترلاسه کړې.

د هند له لوري اکشر پټيل ډېره زبردسته توپ اچونه ترسره کړه، نوموړي ٢١.٤ اورونه ترسره کړل چې ٣٨ منډې يې ورکړې او ٦ لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز روي چندرن اشوين ٣ او ايشانت شرما ١ ويکټ واخيسته.

د يادولو وړ ده چې د ٤ ټېسټ لوبو لړۍ کې لومړۍ لوبه انګلستان او دويمه بيا هند ګټلې ده.

دا هم ولولئ

منيش پانډى

د حېدراباد منيش پانډى له ښه ځلېدو وروسته هم له نيوکو سره مخ دى

پرون د اى پي ايل دريمه لوبه د سنرايزرز حېدراباد او کلکته نايټ رايډرز لوبډلو …