کورپاڼه / بېلا بېل / احمد ولي هوتک له ارام وروسته د خپلې راتلونکې لوبې لپاره تمرينات پيل کړل
احمد ولي هوتک

احمد ولي هوتک له ارام وروسته د خپلې راتلونکې لوبې لپاره تمرينات پيل کړل

د افغانستان د ازادو سياليو اتل لوبغاړي احمد ولي هوتک د تېرې لوبې د بريا څخه وروسته شاوخوا دوه اونۍ ارام وکړ او اوس يې د خپلې راتلونکې لوبې لپاره بيا تمرينات پيل کړي دي.

احمد ولي هوتک ٢

احمد ولي هوتک په خپله فېسبوکپاڼه د خپلو تمريناتو تازه عکسونه له مينه والو سره شريک کړي دي او ليکلي يې دي: ((اوس بيا د راتلونکې لوبې لپاره تيارى نيسم. ستړياوې دي، سختۍ دي او د پرمختګ خبرونه دي. ورزش زما ژوند دى، څوک له خپل ژوند سره دښمني نه کوي.))

احمد ولي هوتک ٣

نوموړي همدا راز د خپل پوسټ په پاى کې د پښتو يوه ټپه هم ليکلې ده:

دا ډیرې خولې ډیرې خبرې

‏زه به د چا خولې ته برغولی جوړومه

احمد ولي هوتک ١

د يادولو وړ ده چې احمد ولي هوتک دوه اونۍ وړاندې په کابل کې د برازيلي سيال ليونارډو سره د ازادو سيالۍ لوبه ترسره کړې وه، چې په دويم راونډ کې يې نوموړي ته ستره ماتې ورکړې وه.

د هغې په يادې بريا نه يوازې دا چې ولس ډېره خوشحالي څرګنده کړه، بلکې چارواکو، هنرمندانو او کرکټرانو هم نوموړي ته په دغه بريا مبارکۍ ورکړې وې.

دا هم ولولئ

د سيند اوبه

د سيند اوبه ناڅاپي د شيدو په څېر سپينې شوې چې خلک يې ډېر حېرانه کړل + ويډيو

په برېتانيه کې د يو سيند اوبه ناڅاپي د شيدو په څېر سپينې شوې، چې …