کورپاڼه / جالب / د نړۍ هغه تېز خونده (بېخي تریخ) مرچک چې انسان له منځه وړي

د نړۍ هغه تېز خونده (بېخي تریخ) مرچک چې انسان له منځه وړي

مرچک چې په زرګونه ډولونه دي، ځینې یې لږ تراخه، ځینې ډېر تراخه او ځینې یې بیا بېخي تراخه وي، خو نن ورځ د یو داسې مرچک په اړه خبرې کوو چې په ذکر شوو ډولونو کې نشته بلکې دا د دومره تېز مرچک په اړه غږېږو چې چې زموږ په شاوخوا کې شنه او سره مرچک یې ترمخ هیڅ هم نه دي.

د Dragon Breath یا د ښامار د ساه په نوم سره، سره مرچک دي، که چېرته یو دانه یې وخوړل شي نو انسان له منځه وړي.

ویل کېږي چې کله چې دغه مرچک وخوړل شي نو په بدن کې یو ډول غبرګن رامنځته کوي anaphylactic shock ورته ویل کېږي او دا غبرګون وخت رامنځته کېږي کله چې غیر عادي خواړه، زهر یا درمل وخوړل شي، ویل کېږي کله چې دغه مرچک وخوړل شي د تنفسي سیستم نلونه سوځوي او بندوي یې.

دا مرچک د نوټنګم پوهنتون استاد مایک سمت او ملګرو یې د نورو مرکبونو په یوځای کولو سره جوړ کړي او له دې وړاندې مرچک د ناروغ شخص د پوستکي د جام کېدو لپاره استعمالېدل.

دا هم ولولئ

د هګیو ژېړ به مو لېدلي وي خو د هګیو تور به مو حیران کړي+ویډیو

پر ټولنیزو رسنیو یوه داسې حیرانوونکې ویډیو خپره شوې، چې پکې د قاز مرغۍ له …