کورپاڼه / خپلواک / د اسټراليا لومړي وزير د کرکټ لوبې پر مهال لوبغاړو ته اوبه وروړلې
د اسټراليا لومړى وزير

د اسټراليا لومړي وزير د کرکټ لوبې پر مهال لوبغاړو ته اوبه وروړلې

خپلواک وېبپاڼه (٢٤ اکتوبر ٢٠١٩): د کرکټ په نړۍ کې موږ ډېرې حېرانوونکې او عجيبه پېښې ليدلي دي، چې د کرکټ مينه وال يې حېران کړي هم دي او له ډېرو به يې خوند هم ترلاسه کړاى وي.

همدا ډول د پنجشنبې په ورځ د اسټراليا په پلازمېنه کينبرا کې د اسټراليايي لومړي وزير يوولس کسيزې لوبډلې او د سريلانکا لوبډلې ترمنځ په لوبه کې داسې څه وليدل شو، چې خلک ورته ګوته په غاښ پاتې شو.

د سريلانکا لوبډله د درې شل اوريزو لوبو لوبلړۍ لپاره اسټراليا ته تللې ده او د لوبو لپاره د تمريناتو پر مهال د اسټراليايي لومړي وزير يوولس کسيزې لوبډلې او د سريلانکا لوبډلې ترمنځ يوه تمريناتي لوبه ترسره شوه.

د لوبې پر مهال د لوبې کتونکي هغه وخت ډېر حېران شو، چې د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن د لوبې په منځ کې لوبغاړو ته اوبه وروړلې او بېرته بوتلونه په لاس په منډه راروان و.

د دغه لوبې ليدو لپاره د اسټراليا لومړى وزير هم لوبغالي ته ځان رسولى و او هلته يې له لوبغاړو سره يو ځاى شو. په لوبه کې د ١٦م اور پاى ته رسېدو سره د اوبو لنډه دمه وشوه، چې د اسټراليا لومړي وزير بوتلونه واخيستل او په منډه يې لوبغاړو ته ورسول او هغوى ته يې اوبه ورکړې، چې د دغه صحنې انځورونه يې په ټولنيزو رسنيو ډېر لاس په لاس شو.

په دغه لوبه کې د سريلانکا لوبډلې پچه وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه چې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې يې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ١٣١ منډې وکړې. اوشادا فرنانډو بيا تر ټولو زياتې ٣١ منډې وکړې، همدا راز ونندو هسارنګا ٢٦ او بهنوکا راجا پکسى ٢٤ منډې وکړې.

په ځواب کې د اسټراليايي لومړي وزير يوولس کسيزې لوبډلې ياد هدف يوازې د ١ توپ په پاتې کېدو پوره کړ، چې هيري نيلسن پکې په ٥٠ توپونو ٧٩ په زړه پورې منډې ترلاسه کړې او خپله لوبډله يې بريا ته ورسوله.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …