د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان د پاکستان سوپر ليګ کې يوازې ٢ لوبې ترسره کړې او بېرته متحده عربي اماراتو ته لاړ، تر څو هلته د ملي لوبډلې سره يو ځاى شي.
نوموړى چې د لاهور قلندرز لپاره لوبېده، په دواړو لوبو کې يې ښه لوبه ترسره کړه او لاهور قلندرز په دواړو لوبو کې برياوې خپلې کړې.
د راشد خان پاکستان ته په ورتګ او هلته په پي ايس ايل کې په لوبېدو نه يوازې دا چې پاکستانيان ډېر خوشحاله دي، بلکې د پاکستان ملي لوبډلې لوبغاړي هم د راشد خان په صفتونو نه مړېږي.
تازه د پاکستان ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي انور علي خان له راشد خان نه مننه کړې ده، چې پاکستان ته ورغلى دى، نوموړي دا مننه په پښتو ژبه کې کړې ده.
راشد خان چې د پي ايس ايل پرېښودو په اړه يې ټويټ کړى و، هماغه ټويټ انور علي خان له خپل اکاونټ څخه هم ريټيوټ کړى دى او ليکلي يې دي: ((ډېره مننه ورور راشد خان، الله دې کامياب کړه.))
Deera Manana Ror @rashidkhan_19 Allah Day Kamiyab ka🤲 Good Luck👍 https://t.co/RAizbbgWZx
— Anwar Ali Khan (@realanwarali48) February 23, 2021
راشد خان د افغانستان هغه يوازينى لوبغاړى دى، چې د نړۍ په هر هېواد کې مينه وال لري او خلک يې لوبې ډېر په شوق ګوري. همدا راز د افغانستان ملي لوبډلې له پرمختګ سره سم اوس پښتو ژبه هم تر ډېره پورې په نړيواله کچه ليدل کېږي.