کورپاڼه / جالب / په امریکا کې پولیسو په دې عادي لانځکه چاپه وهلې، خو ولې؟

په امریکا کې پولیسو په دې عادي لانځکه چاپه وهلې، خو ولې؟

په امریکا کې یو والد د خپلې لور لپاره یوه داسې لانځکه اخیستې وه، چې پولیس یې کور ته په ور تګ مجبور شول.

د نړیوال خبري اژانس د راپور له مخې ویل کېږي، چې د امریکا په ایري زونا ایالت کې یو والد د خپل لور لپاره یوه استعمال شوې لانځکه اخیستې وه، چې له اخیستلو وروسته ترې په حیرانوونکې ډول نشه یي درمل راووتل.

ویل کېږي چې له لانځکې یې (فینټینل) په نوم پنځه زره ګولۍ راویستي، چې دغه درما د کوکین او هیروینو د نشې د جوړولو لپاره استعمالېږي، ویل کېږي چې دغه لانځکه یې د استعمال شوو توکو د پلورنځي څخه پلورلې وه.

وروسته له دې بیا پولیسو ته خبر ورکړ، چې بیا پولیسو درمل ونېول، د کوچنۍ ماشومې والدین وایي، چې دوی لانځکه وینځله او بیا لور ته ورکوله، چې بیا ورته معلومه شوه چې دننه یې نشه یې درمل شتون لري.

یاده دې وي چې (فینټینل) په امریکا کې خطرناک نشه یي توکي ګڼل کېږي، چې په سبب یې ډېرو خلکو ژوند له لاسه ورکړی.

دا هم ولولئ

راشد خان او مجیب الرحمان

راشد خان بیا ناییتوب شروع کړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشهور ورو توپ اچونکي راشد خان یوه ویډیو خپره شوې …