کورپاڼه / هنر او کلتور / استاد ګلزمان ته د پښتو موسيقۍ د (بابا) لقب ورکړل شو
استاد ګل زمان

استاد ګلزمان ته د پښتو موسيقۍ د (بابا) لقب ورکړل شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت په يوه دستوره کې د پښتو ژبې مشهور سندرغاړي استاد ګلزمان ته د پښتو موسيقۍ د (بابا) لقب ورکړ او صفدر توکلي ته يې د دمبورې د (سلطان) لقب ورکړ.

د کب په ٦مه نېټه د اطلاعاتو او کلتور وزارت کې ترسره شوې غونډه کې د دغه وزارت سرپرست وزير محمد طاهر زهير وويل، چې دوى له هرې ممکنې لارې هڅې کوي چې د هېواد د هنرمندانو ملاتړ وکړي.

نوموړي په خپلو خبرو کې زياته کړه: ((هنرمندان د خلکو لپاره خوښي او مسکا رامنځته کوي. د اطلاعاتو او کلتور وزارت پروګرام دا دى چې په هر ممکن ډول د هنرمندانو لاسنيوى وکړي او د هغوى د هنري فعاليتونو ملاتړ وکړي.))

نوموړي وويل، چې په اوسنيو شرايطو کې يوازې هنرمندان دي چې د خپل هنر له لارې د خلکو له زړونو غمونه ليرې کوي.

استاد ګلزمان ته د پښتو موسيقۍ د بابا او صفدر توکلي ته د دمبورې د سلطان لقبونو ورکولو تر څنګ يو شمېر هنرمندانو ته د استادۍ لقب سندونه او ستاينليکونه هم ورکړل شو.

دا هم ولولئ

ابیشک بچن: یو وخت مې د فلمي صنعت د پرېښودو پرېکړه کړې وه

د هند فلمونو مشهور اداکار یا هنرمند ابیشک بچن اوسمهال په بالیووډ کې د غوره …