کورپاڼه / جالب / یوې ښځې په یوه دقیقه کې د پنځه دیرشو لباسونو په اغوستلو ریکارډ جوړ کړی

یوې ښځې په یوه دقیقه کې د پنځه دیرشو لباسونو په اغوستلو ریکارډ جوړ کړی

د فبرورۍ په دوه ویشتمه نیټه یوې ښځې د خپل خاوند په مرسته په یوه دقیقه کې پنځه دیرش کمیسونه یا لباسونه بدل کړل او د نړیوالو ریکارډونو په کتاب کې یې خپل نوم ثبت کړ.

ډیوډ رش چې د STEM زده کړو ته یې د هڅونې په موخه له یو سلو پنځوس څخه ډېر ریکارډونه مات کړي، ویلي دي چې له دې وړاندې هم نوموړي او میرمنې یې جینیفر په ۲۰۲۰ کال د ژمي په موسم کې د ریکارډ د جوړولو هڅه کړې وه خو د دوه دیرشو لباسونو اغوستلو سربېره یې بیا هم هڅې نا بریالۍ وګڼلې، ځکه چې هر لباس باید څلورو طرفونو ته تر ملا پورې برابر وي.

رش په دې وروستیو کې د ریکارډ ویډیو خپره کړې، چې ور پکې لېدل چې نوموړي له خپلې میرمنې سره د پنځه دیرش لباسونو په اغوستلو کې مرسته کوي او تر ملا پورې یې کشوي.

رش وایي د ریکارډ جوړولو لپاره یو مرسته کوونکي شخص ته ډېره اړتیا وي، ځکه چې دوی ډېرې جامې یا لباسونه اغوستل د لاس حرکت محدودوي.

دا هم ولولئ

د هګیو ژېړ به مو لېدلي وي خو د هګیو تور به مو حیران کړي+ویډیو

پر ټولنیزو رسنیو یوه داسې حیرانوونکې ویډیو خپره شوې، چې پکې د قاز مرغۍ له …