کورپاڼه / جالب / په جاپان کې د تنهایۍ یا یوازیتوب وزیر ټاکل شوی، د وزیر د دندې په اړه دا لیکنه ولولئ!

په جاپان کې د تنهایۍ یا یوازیتوب وزیر ټاکل شوی، د وزیر د دندې په اړه دا لیکنه ولولئ!

په جاپان کې د ځانوژنې د کچې د کمولو لپاره په لومړي ځل د تنهایۍ یا د یوازیتوب وزیر ټاکل شوی، د انډیا ټایمز د راپور له مخې ویل کېږي، چې د تنهایۍ یا یوازیتوب وزیر به داسې کارونه او اقدامات ترسره کوي ترڅو د خلکو تنهایې یا یوازیتوب له منځه یوسي او په هیواد کې یې د ځانوژنې کچه را کمه کړي.

ویل کېږي چې په جاپان کې له تېر یو کال راهیسې د کورونا د ویروس پرمهال ډېرو کسانو ځانوژنه کړې. د جاپان د ملي تګلارې د ادارې پر وینا چې په دې هیواد کې په تېر یو کال کې شل زره نهه سوه نوولس کسانو ځانوژنه کړې، چې دغه شمېر په ۲۰۱۹ کال شل زره یو سلو اویا تنه وو.

راپورونه زیاتوي چې د جاپان لومړي وزیر یوشي هیدی سوګا تېره میاشت پخپله کابینه کې د تنهایۍ یا یوازیتوب وزیر زیات کړ او د وینا له مخې یې ویل کېږي، چې په جاپان کې د نارینه وو په پرتله ښځینه ډېرې د تنهایۍ یا یوازیتوب ښکار دي، چې د ځانوژنه کچه یې هم ډېره ده.

یاده چې جاپان لومړنی هیواد نه دی چې دا ډول وزارت رامنځته کوي، بلکې له دې وړاندې په ۲۰۱۸ کال په انګلیستان کې هم ورته وزارت رامنځته شوی و.

دا هم ولولئ

یو شخص په سخته ګرمۍ او مارانو کې په سکیټ تخته (۴۰۰۰) کیلومیتره سفر کړی

اته ویشت کلن ټام ډروري د سکیټ د لوبې سر سخت مینوال دی او اسمهال …