کورپاڼه / بېلا بېل / د چينايي محکمې جالبه پرېکړه، خاوند دې مېرمنې ته د کور د کارونو په بدل کې پېسې ورکړي
د کور کارونه

د چينايي محکمې جالبه پرېکړه، خاوند دې مېرمنې ته د کور د کارونو په بدل کې پېسې ورکړي

د چين يوې محکمې د طلاق په يوه قضيه کې پرېکړه کړې ده، چې خاوند دې ښځې ته د پنځه کلونو کورني کار په بدل کې پېسې ورکړي.

دغه ښځې محکمې ته ويلي دي، چې په تېرو پنځه کلونو کې يې خاوند ورسره د کور په کارونو او د ماشومانو په ساتنه کې هېڅ مرسته نه ده کړې.

د بي بي سي د يو راپور له مخې، په چين کې نوى مدني قانون په دې وروستيو کې تصويب شوى دى، چې له هغې وروسته د بيجينګ محکمې دا پرېکړه کړې ده.

په چين کې خلکو د محکمې دا پرېکړه تاريخي بللې ده او له دې سره سم په ټولنيزو رسنيو کې په کور کې د ښځو د کارونو په اړه بحثونه هم پيل شوي دي.

په راپور کې ويل شوي دي، چې چېن او وانګ په ٢٠١٥ کال کې واده کړى و، خو اوس چېن غوښتل چې وانګ ته طلاق ورکړي، نو وانګ له محکمې غوښتنه وکړي، چې د هغې د پنځه کالو د کورني کارونو په بدل کې دې ورته خاوند پېسې ورکړي.

نوموړي محکمې ته ويلي دي، چې د کور په کارونو کې ورسره خاوند هېڅ مرسته نه ده کړې او همدا راز د ماشومانو ساتنه کې يې هم هېڅ برخه نه ده اخيستې.

محکمې چېن ته ويلي دي، چې وانګ ته دې ٧ زره امريکايي ډالر ورکړي.

د يادولو وړ ده، چې د طلاق نه وروسته که څه هم د خاوند شتمنۍ کې ښځې ته برخه ورکول کېږي، خو دا لومړى ځل دى چې د کور د کار په بدل کې هم ښځې ته پېسې ورکول کېږي.

د بيجينګ د محکمې دا پرېکړه د ښځينه حقونو مدافعينو ډېره ستايلې ده.

دا هم ولولئ

آیا وېره ستاسو د شخصیت استازیتوب کوي؟

د یو انسان د شخصیت د ډېرو اړخونو اغیزه د هغه د شخصیت پیژندنه کوي، …