کورپاڼه / جالب / هغه شخص چې د یوازې اوسېدو لپاره یې ټول کلی واخیست، لومړنی کال یې څنګه تېر کړ؟

هغه شخص چې د یوازې اوسېدو لپاره یې ټول کلی واخیست، لومړنی کال یې څنګه تېر کړ؟

په امریکا کې یو شخص د اوسېدو لپاره ټول کلی اخیستی و، له یو کال یوازې اوسېدو وروسته یې اوسمهال داسې خبره کړې، چې په اورېدو به یې حیرانه شئ.

د میل انلاین د راپور له مخې ویل کېږي، چې دغه شخص برینټ اندرووډ نومېږي، چې عمر یې دوه دیرش کاله او د امریکا د ټیکساس ایالت اوسېدونکي دی، برینټ اندرووډ د کیلفورنیا په یوه لېرې سیمه کې یو کلی په څوارلس لکه ډالر اخیستی و، چې بیا هلته اوسېدلو.

ویل کېږي چې دغه کلی له تېرو څو لسیزو راهیسې خالي و، یعنې دغه کلی له ماینونو څخه ډک و او ماین پاکان به په دې سیمه کې اوسېدل او کله چې کلی له ماینونو پاک شو نو کلی هم ځانته پاتې شو، چې بیا یې ورته د پیریانو کلي ویل کېدو، چې برینټ واخیست.

له تېر یو کال راهیسې برینټ په دې کلي کې ډېرې ستونزې وګاللې، حتی تر دې چې په دې وروستي ژمي کې د واورې د طوفان په سبب په کور کې بند پاتې او تر ډېرې مودې یې له نړۍ سره اړیکه نه وه، ددې هر څه سربېره برینټ بیاهم وایي چې دی به په دې کلي کې ژوند کوي او امکان دې ولري چې په دې کلي کې پیریان هم شتون ولري، خو دی بیاهم غواړي چې ور پکې ژوند وکړي او د سیاحت کوونکو یا ګرځندویانو د پام وړ یې وګرځوي.

راپور زیاتوي چې دغه کلی درې سوه جریبه پراخوالی لري او برینټ په دې کلي کې د کورونو د جوړولو په کار بوخت دی.

دا هم ولولئ

د هګیو ژېړ به مو لېدلي وي خو د هګیو تور به مو حیران کړي+ویډیو

پر ټولنیزو رسنیو یوه داسې حیرانوونکې ویډیو خپره شوې، چې پکې د قاز مرغۍ له …