کورپاڼه / اسلام / موږ ولې د لمانځه پرمهال التحیات الله لولو؟

موږ ولې د لمانځه پرمهال التحیات الله لولو؟

د هر مسلمان لپاره د لمانځه پرمهال په قعده کې د ځینو ځانګړو الفاظو د لوستلو امر شوی دی، چې تشهد یاهم التحیات یې بولي. په تشهد کې لومړی د الله تعالی ثناء ده، بیا په رسول الله سلام ویل، بیا د الله تعالی په نیکو بنده ګانو سلام او بیا په توحید او رسالت شاهدي ورکول دی او بیا دغه دعا ختمېږي.

تشهد د لمانځه اړینه برخه ده او باید په سنت طریقې سره ادا شي، د تشهد په اړه روایت دی چې دا هغه مکالمه یا خبرې اترې دي چې د معراج په شپه سدرة المنتهی کې د سجدې په حالت د الله تعالی د رسول، الله جل جلاله او د فرښتو ترمنځ وشوې او په هر لمونځ کې فرض وګرځېدې، خو د حدیثونو په مستند کتابونو کې ذکر نه دی راغلی، البته د تشهد په اړه ډېر څه راغلي او د فقې په کتابونو کې بیان د ذکر شوي مکالمې په ذکر شوی خو سند یې نه دی بیان شوی.

په صحیح بخاري او صحیح مسلم کې حضرت ابن مسعود رضی الله عنه څخه د التحیات الفاظ په دې ډول روایت دي: (التحیات للّٰه و الصلوت والطیبات السلام علیک ایھا النبی ورحمة اللّٰہ وبرکاته السلام علینا و علی عباداللّٰه الصالحین اشھد ان لا اله الا اللّٰه واشھد انّ محمدا عبدہ ورسوله)

ځینې مفسرین د التحیات اړیکه له معراج سره غلطه ګڼي او وایي چې دغه روایت اصل نه لري، ځکه چې په معراج کې لمونځ فرض شو او التحیات د لمونځ له فرض کېدو وروسته فرض شول، خلکو به د التحیات پرځای په لمونځ کې د خپلې خوښې الفاظ لوستل چې بیا رسول الله ورته د التحیات الفاظ ور وښودل، د عبدالله بن مسعود رضي الله څخه روایت دی، کله چې موږ په رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې لمونځ کاوه، موږ به دا الفاظ لوستل: (السَّلاَمُ عَلَى اللَّهِ مِنْ عِبَادِهِ، السَّلاَمُ عَلَى فُلاَنٍ وَفُلاَنٍ) نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم راته پام شو او و یې فرمایل، السلام علی الله مه وایئ، ځکه چې دا د الله تعالی سلام دی بلکې تاسې به داسې وایئ(التحیات لله وَالصلوَاتُ وَالطیباتُ، السلام عِلیک اَیھا النبی وَرحمة الله وَ برکاته اشھد ان لااله الا الله و اَشہدوان محمد عبدہ و رسوله) او له دې وروسته دعا ولولئ.

د التحیات لله په اړه متفق حدیث په دې ډول دی، چې امام احمد، له ابو عبیده او هغه له خپل پلار څخه او هغه د عبدالله بن مسعود څخه روایت کوي، چې رسول الله دوی ته تشهد زده کړی و او خلکو ته د زده کولو حکم هم کړی و.

دا هم ولولئ

د روژې په مبارکه میاشت کې ځینې سنت او مستحب عملونه

روژه له ټولو عبادتونو څخه غوره عبادت دی، چې اجر او ثواب یې الله تعالی …