کورپاڼه / تجارتي ليګونه / محمد نبي پي ايس ايل کې لومړۍ ويکټ واخيسته، خو لوبډلې يې ماتې وخوړه
محمد نبي

محمد نبي پي ايس ايل کې لومړۍ ويکټ واخيسته، خو لوبډلې يې ماتې وخوړه

محمد نبي تېره ورځ د پاکستان سوپر ليګ په لوبه کې د توپوهنې تر څنګ توپ اچونه هم ترسره کړه، چې تر نورو يې ښه توپ اچونه ترسره کړه او ١ ويکټ يې هم واخيسته، خو کراچۍ کنګز ماتې وخوړه.

د پاکستان سوپر ليګ شپږمه لوبه د کراچۍ کنګز او اسلام اباد يونايټيډ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پيل کې اسلام اباد پچه وګټله او کراچۍ ته يې لومړى د توپوهنې بلنه ورکړه.

کراچۍ کنګز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو ١٩٦ منډې وکړې، چې له ډلې يې شرجيل خان په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه چې د ٨ شپږيزو او ٩ څلوريزو په مټ يې په ٥٩ توپونو ١٠٥ منډې وکړې، همدا راز بابر اعظم ٦٢، ډينيل کريسچين ١٢ ناسوځېدلې او محمد نبي ٧ منډې وکړې.

د اسلام اباد يونايټيډ له لوري حسين طلعت او حسن علي ١-١ ويکټ واخيستې.

د ١٩٧ منډو هدف د اسلام اباد يونايټيډ لوبډلې په ١٩.١ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٥ ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه.

د دوى له لوري افتخار احمد ٤٩ ناسوځېدلې، اليکس هيلس ٤٦ او حسين طلعت ٤٢ منډې ترلاسه کړې. دا لومړى ځل دى چې اسلام اباد دومره ستر هدف پوره کوي.

د کراچۍ کنګز له لوري محمد نبي په ٤ اورونو کې ٢٦ منډې ورکړې او ١ ويکټ يې واخيسته، همدا راز ارشد اقبال، وقاص مقصود، محمد عامر او عماد وسيم هم ١-١ ويکټ واخيستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه اليکس هيلس ته ورکړل شوه.

اسلام اباد يونايټيډ پرلپسې په خپله دويمه لوبه کې هم بريا خپله کړه او کراچۍ کنګز تر لومړۍ بريا وروسته لومړۍ ماتې وخوړه.

نن د پاکستان سوپر ليګ کې کومه لوبه نه ترسره کېږي، سبا د فبرورۍ په ٢٦مه نېټه به دوه لوبې ترسره شي، چې لومړۍ لوبه د لاهور قلندرز او ملتان سلطانز او دويمه لوبه د پېښور زلمي او کوټې ګليډيټرز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

دا هم ولولئ

کريس موريس

کريس موريس په شپږيزه د راجستان رايلز لوبډله بريالۍ کړه

د راجستان رايلز لوبډله چې د ټاکلي هدف پر وړاندې ډېره کمزورې روانه وه، خو …