کورپاڼه / جالب / د هند د مسلمانانو په ښار کې په مړي ځانګړی دود ترسره کېږي

د هند د مسلمانانو په ښار کې په مړي ځانګړی دود ترسره کېږي

د هندوستان د مهاراشټر ایالت د ناسک ولسوالۍ د مالیګاو په ښار کې یو داسې دود پالل کېږي، چې شاید په کوم بل ښار کې یې څوک ونه پالي.

د مهاراشتر د مالیګاو ښار د نړۍ په سطحه د خپل نوم او ځانګړي دودونو له مخې مشهور دی او په دې ښار کې یو داسې دود هم پالل کېږي چې له تېرو څو لسیزو یې خلک پالنه کوي.

د هند په ټولو برخو کې کله چې په مسلمانه ټولنه کې مړی وشي، نو اعلان یې په جومات کې کېږي، خو که چېرته څوک پخپل کور کې نه وي، نو له مړي ناخبره پاتې کېږي او له جنازې یې بې برخې کېږي.

بله خوا د مالیګاو په ښار کې له تېرو څو لسیزو څخه د خلکو د خبراوي لپاره انانسر کوڅه په کوڅه په بایسکل یا موټر سایکل ګرځي او خلک خبروي، هغه خلک چې اعلانونه کوي ځانګړې روپۍ ورکوي او هغوی دغه کار په شوق او ایماندارۍ سره کوي.

هغه کسان چې اعلانونه کوي نه یوازې دا چې خلک خبروي بلکې د مړي د کفنولو او نورو کارونه هم په غاړه لري.

یاده دې په مالیګاو کې پنځه لسیزې دمخه د ځمکې یا دوکان د پیر او پلور لپاره همدغه ډول اعلانونه کېدل او اوسمهال هم په همدې ډول سره اعلانونه کېږي.

دا هم ولولئ

د ایلون ماسک شرکت بیزو ته په دماغو کې د چیپ په لګولو ویډیویي ګیم ور زده کړ

د مشهور امریکایي سوداګر ایلون ماسک شرکت (نیورا لینک) د بیزو په دماغو کې د …