کورپاڼه / روغتيا / پالک روغتیا بخښوونکې خواړه ګڼل کېږي

پالک روغتیا بخښوونکې خواړه ګڼل کېږي

پالک یو له هغه عامو سبو له جملې څخه دي، چې په هر کور کې پخېږي او په جوړښت کې یې ګڼې روغتیا کې نغښتي دي. پالک د لومړي ځل لپاره په فارس کې وکرل شول او د اوسپنې او فولادو مهمه ذریعه ګڼل کېږي. پالک چې یوه غوره غذا ګڼل کېږي په بېلابېلو طریقو سره پخېږي، خو په خام ډول هم خوړل کېدلی شي، چې په جوړښت کې ډېر ویټامینونه او معدني مواد شتون لري چې د سرطان په څېر د ناروغیو په مخنیوي کې ګټور وي، راځئ چې ګټې دلته ولولو.

پالک د روغتیا بخښوونکو توکو لرونکی دی:

په یو خوراک پالکو کې ۸۴ سلنه مینګنیز، ۶۵.۷ سلنه فولیټ، ۳۵.۱ سلنه میګنیزیم، ۳۵.۷ سلنه اوسپنه، ۲۵.۸ سلنه ویټامین بي ۶، ۲۴.۹ سلنه ویټامین اي، ۲۴.۴ سلنه کلسیم، ۲۳.۹ سلنه پوتاشیم، ۲۳.۵ سلنه ویټامین سي، ۹۱ سلنه اوبه، ۲.۹ ګرامه پروټین، ۳.۶ ګرامه کاربوهایډریټ، ۰.۴ ګرامه فایبر، ۲.۲ ګرامه غوړ او ۲۳ کالوري شتون لري.

د ناروغیو مخنیوی کوي:

په پالکو کې موجود کلسیم هډوکو ته پیاوړتیا ورکوي، ویټامین ای، ویټامین سي، فایبر، فولیک اسید او نور توکي د کولمو او سینې د سرطان مخنیوی کوي، لوړ فشار کموي، د زیانمنو پروټینو کچه ټیټوي، د زړه د ناروغیو مخنیوی کوي او د سترګو نظر تېزوي.

د پوستکي لپاره غوره وي:

پالک د پیاوړو انټي اکسایدو لرونکي وي چې د پوستکي لپاره ګټور وي، د ګونځو مخنیوی کوي او د داغونو او دانو څخه مو خوندي ساتي.

د سرطان مخنیوی کوي:

په پالکو کې دوه ډوله توکي MGDG او SQDG موندل کېږي، چې د سرطاني حجرو د ودې مخنیوی کوي او له ذکر شوې ناروغۍ څخه مو ژغوري.

دا هم ولولئ

له لوړ فشار څخه څه ډول ځان وژغورو؟ آسانه طریقه یې دلته ولولئ

په عام ډول د منځني عمر کسان د وینې له لوړ فشار سره مخ وي …