کورپاڼه / جالب / د پاکستاني کرکټر شعېب اختر څېرې ته ورته ښځه پېدا شوې
شعېب اختر

د پاکستاني کرکټر شعېب اختر څېرې ته ورته ښځه پېدا شوې

په نړۍ کې ډېر خلک داسې دي، چې څېرې يې يو بل ته ورته وي، خو اوس پاکستانيانو په ټولنيزو رسنيو کې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د پخواني چټک توپ اچونکي شعېب اختر څېرې ته ورته ښځه پېدا کړې ده.

د شعېب اختر په څېر ښکاره کېدونکې دا ټک ټاکره يوه هندۍ ليکواله ده، چې ونيتا کيلناني نومېږي او عکسونه يې د شعېب اختر سره ګډ په ټولنيزو رسنيو کې ډېر لاس په لاس کېږي.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Vinita Khilnani (@omgvinita)


په ټولنيزو رسنيو کې چې د دواړو کوم عکسونه خپاره شوي دي، بېخي يې څېرې يو بل ته ورته دي او ډېر تغير پکې نه ليدل کېږي.

د شعېب اختر دا همڅېره ښځه ونيتا کيلناني هندۍ ټک ټاکره ده چې بېلا بېل مواد جوړوي، په وروستيو کې هغې د (زموږ والدين څنګه عکسونه اخلي؟) ويډيو په ټولنيزو رسنيو کې ډېره لاس په لاس شوه، چې د پاکستانيانو پام هم ورواوښت.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Vinita Khilnani (@omgvinita)


په ټولنيزو رسنيو کې نه يوازې دا چې د دواړو عکسونه خلکو يو ځاى کړي او خپاره کړي يې دي، بلکې ځينو خلکو بيا د شعېب اختر په څېره باندې د ونيتا کيلناني څېره هم لګولې ده او د دواړو عکسونه يې خپاره کړي دي.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Vinita Khilnani (@omgvinita)

دا هم ولولئ

د ناوې کلي ته په نږدې کېدو د واده هلک تښتېدلی

په هند د خوښۍ پروګرام هغه وخت په غم بدل شو، کله چې د واده …