د هالیووډ ستوری او مشهور ریسلر ډوین جانسن (راک) له خپلو لورګانو سره ډېره زیاته مینه کوي او ډېری وخت ورته د مینې اظهار په ډېره جالبه او ځانګړې طریقې سره کوي، چې دا ځل یې هم په یو ځانګړي او مسخره کوونکې انداز سره ورته د مینې اظهار کړی دی.
ډوین جانسن په ټولنیزه رسنۍ انستاګرام له خپلې لور سره دوه تصویرونو خپاره کړي، چې ور پکې لېدل کېږي چې لور یې لاس نېولی وي.
ډوین جانسن د پوسټ سره په وضاحت کې لیکلي دي، چې زما د لاس سختوالي او په لاس باندې د نښو نښانو په لېدلو او په لمس کولو څه شی حس کوي او څه مطلب ترې اخلي.
View this post on Instagram
ډوین جانسن خپلې لور ته ویلي دي، چې زه ډیناسور یم او زما عمر ۲۵۰ میلونه کاله دی، چې په دې ځواب سره یې لور د حیرانۍ سره مخ شوې.
یاده دې وي چې ډوین جانسن باډي بلډینګ او ډېر سخت ورزش کوي، چې په همدې وجه یې لاس سخت او نښې نښانې پرې شتون لري.