کورپاڼه / روغتيا / د ناروغیو د درملنې لپاره ګوګل مه کاروئ

د ناروغیو د درملنې لپاره ګوګل مه کاروئ

د ګوګل پلټوونکې په سبب ډېرې زیاتې آسانتیاوې رامنځته شوي، یوازې یې په ګوګل کې ولیکئ او د اړتیا وړ معلوماتو ترڅنګ اضافي معلومات هم لاسته راوړلی شئ، چې اوس په همدې موخه د ډېرو ناروغیو درملنه او تشخیص هم په ګوګل سره کېږي، خو باید ووایو چې دا ډول کړنه زیانمنه تمامېږي، روغتیایي کارپوهان لارښوونه کوي چې د یوې ناروغۍ د درملنې لپاره ګوګل مه کاروئ ځکه چې دغه کړنه د ګټې پرځای درته تاوان کوي او شاید ناروغي مو نوره هم سخته کړي.

موږ ټول د خپل طبیعت له مخې سست یا کمزوري یو، خو کله چې له یوې ناروغۍ سره مخ شو نو باید ډاکتر ته مراجعه وکړو، ځکه چې ځینې وخت ګوګل د درد دومره سببونه بیانوي چې له موږ لار ورک کوي او په ذهني فشار مو اخته کوي. دغه راز په ګوګل کې د لټون په پایله کې ځینې ځورونکې کیسې هم مخته راځي چې لوستل یې ستونزې نورې هم ډېروي او سربېره پر دې د درملو اغېزې په هر چا مختلفې اغېزې کوي.

ژور خپګان ډېروي:

فرض کړئ چې تاسې پرنجېږئ که څه هم دا یوه عامه خبره ده خو کله چې یې په ګوګل کې لټوئ د ساه بندۍ نښه یې ګڼي، چې بیا مو په همدې په ژور خپګان اخته کوي.

آیا ویب سایټ د باور وړ دی؟

ویب سایټونه په مختلفو ډولونو او معیارونو لرونکي، ممکن یو ویب سایټ درته ډېر د باور وړ ښکاره شي خو هغه به د انسان پرځای ماشین یا سافټویر وي، چې شاید سم تشخیص مو ونه کړای شي.

د تضاداتو مجموعه:

په انټرنیټ باندې ډېرو پوښتنو ته مختلف ځوابونه ورکړل شوي، چې په همدې سبب ممکن په غلط ډول تشخیص وکړئ او کله چې تشخیص سم نه وي نو د ناروغۍ درملنه هم آسانه نه وي، نو که چېرته غلط درمل استعمال شي نو په نورو ستونزو مو اخته کوي.

غلطې مشورې ترلاسه کول:

په ګوګل پلټوونکې کې ډېری وخت له غلطو پایلو سره مخ کېږئ، چې بیا مو له ډېرو ستونزو سره مخ کوي او خطرناک هم تمامېږي.

دا هم ولولئ

د لېمو زړي د انسان پر روغتیا څه ډول اغېزې لري؟

لېمو یو له هغه خوراکي مېوو څخه ګڼل کېږي، چې ګڼې روغتیایي ګټې لري، خو …