کورپاڼه / د لوبو راپورونه / نيوزيلېنډ په دويمه شل اوريزه لوبه کې هم اسټراليا ماته کړه
مارټين ګوپټيل

نيوزيلېنډ په دويمه شل اوريزه لوبه کې هم اسټراليا ماته کړه

د نيوزيلېنډ د مارټين ګوپټيل او کين ويليمسن په ښې توپوهنې او د مچل سانتنر د ښې توپ اچونې په مټ په دويمه شل اوريزه لوبه کې هم اسټراليا ته ماتې ورکړه.

د نيوزيلېنډ او اسټراليا ترمنځ دويمه نړيواله شل اوريزه لوبه نن ترسره شوه، چې اسټراليا پچه وګټله او نيوزيلېنډ ته يې لومړى د توپوهنې بلنه ورکړه.

نيوزيلېنډ په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ٢١٩ منډې وکړې، چې له ډلې يې مارټين ګوپټيل د ٨ شپږيزو او ٦ څلوريزو په مټ په ٥٠ توپونو ٩٧ منډې وکړې، کين ويليمسن ٥٣ او جېمس نيشام ٤٥ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د اسټراليا له خوا کين ريچارډسن ٣، ډينيل سيمس، جهي ريچارډسن او اډم زمپا ١-١ ويکټ واخيستې.

د ٢٢٠ منډو د هدف په تعقيب کې د اسټراليا لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ٢١٥ منډې وکړې او د ٤ منډو په توپير يې ماتې وخوړه.

د دوى له لوري مارکس سټوينيس ٧٨، جوش پيليپ ٤٥ او ډينيل سيمس ٤١ منډې وکړې.

د نيوزيلېنډ له لوري مچل سانتنر په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه چې په ٤ اورونو کې يې ٣١ منډې ورکړې او ٤ لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز جيمس نيشام ٢، ايش سودي او ټيم ساوټي ١-١ ويکټ واخيستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه مارټين ګوپټيل ته ورکړل شوه.

د يادولو وړ ده چې د ٥ نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ کې نيوزيلېنډ لومړۍ دوه لوبې ګټلې دي، دريمه لوبه به د مارچ په ٣مه نېټه په ويلنګټن کې ترسره شي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …