کورپاڼه / روغتيا / څنګه کولی شو چې له خرما او شېدو څخه د غذایي رژیم لپاره خواړه تیار کړو؟

څنګه کولی شو چې له خرما او شېدو څخه د غذایي رژیم لپاره خواړه تیار کړو؟

ویل کېږي چې د خرما او شېدو استعمال ډېر ژر وزن کموي، ځکه چې په جوړښت کې هغه غذایي توکي شتون لري چې وازده اوبه کوي. د سیدتي اخبار د یو راپور له مخې ویل کېږي د خرما او شېدو څخه د خوړو د تیارولو طریقه ښودلې شوې.

خرما او شېدې که چېرته په غذایي رژیم کې وکارول شي نو په اوونۍ کې پنځه کیلو وزن کمولی شي او د خېټې پر شاوخوا کې راټوله شوې وازده اوبه کوي، په پنځه دانو خرماوو کې درې ګرامه فایبر وي او په شېدو کې د اسیدو سربېره پروټین، ویټامینونه، معدني مواد، کلسیم، زنک او تامین موندل کېږي.

خرما او شېدې څه ډول په غذایي رژیم کې استعمال کړو؟

ناشته یا سباناری: پنځه دانې خرما او یوه پیاله شېدې پرته له غوړو.

د ناشتې او غرمې ترمنځ: درې دانې خرما او یوه پیاله شېدې پرته له غوړو.

د غرمې ډوډۍ: پنځه دانې خرما او یوه پیاله شېدې پرته له غوړو.

د غرمې او ماښام ترمنځ: درې خرما او یوه پیاله شېدې پرته له غوړو

د ماښام ډوډۍ: پنځه دانې خرما او یوه پیاله شېدې پرته له غوړو

خو باید په یاد ولرئ چې د غذایي رژیم پرمهال له دریو ورځو څخه ډېر خوراک یې ښه نه وي او مناسب خوراک تر یوې اوونۍ پورې کولی شئ، دغه راز د امیندوارو او شېدو ورکوونکو میرمنو سربېره د ځیګر، زړه، ګردو، شکر او په نورو ناروغیو اخته کسانو ته خطرناک وي او په یوه خرما کې شل کالوري او په سل ګرامو کې بیا شپېته کالوري او په یوه پیاله پرته له غوړو شېدو کې سل کالوري وي او په دې ډول د غذایي رژیم په خپلولو سره ۱۰۰۰ کالوري لاسته راوړلی شو.

دا هم ولولئ

د لېمو زړي د انسان پر روغتیا څه ډول اغېزې لري؟

لېمو یو له هغه خوراکي مېوو څخه ګڼل کېږي، چې ګڼې روغتیایي ګټې لري، خو …