کورپاڼه / روغتيا / د انټي بیوټیک درملو د استعمال پرمهال باید څه ډول خوراکي توکي وکارول شي؟

د انټي بیوټیک درملو د استعمال پرمهال باید څه ډول خوراکي توکي وکارول شي؟

په درملو کې ترټولو پیاوړي او د کیمیاوي موادو لرونکي درمل انټۍ بیوټیک دي، چې د میکروبونو د له منځه وړلو لپاره استعمالېږي او پر ځیګر اغېزې کوي، خو د اغېزو د مخنیوي لپاره ځینې خوراکي توکي ګټور ګڼل کېږي.

انټي بیوټیک څه ډول درمل دي؟

انټي بیوټیک درمل د انسان په بدن کې میکروبونه له منځه وړي او مخنیوی یې کوي، چې ځینې یې د ټول بدن میکروبونه له منځه وړي او ځینې د ځانګړو برخو لپاره استعمالېږي او ډېری وخت زموږ په کولمو کې موجودو بکټریاوو ته زیان رسوي، له یوې څېړنې څخه ثابته شوې چې په یوه اوونۍ کې استعمالېدونکي انټي بیوټیک تر یو کاله پورې د انسان پر بدن اغېزې کوي او د چاغښت او وزن ستونزې رامنځته کوي، ددې لپاره چې د انټي بیوټیکو له اغېزو وژغورل شو ډاکتران د ځینو خوراکي توکو لارښوونه کوي.

هغه خواړه چې له انټي بیوټیکو دمخه یا وروستع باید استعمال شي:

  • د انټي بیوټیکو د استعمال پرمهال باید هغه خوراکي توکي استعمال شي چې په سرکه کې لامده شوي وي، چې عبارت دي له مستو، پنیر، اچار او چکنیو څخه او دغه خوراکي توکي د انټي بیوټیکو د استعمال پرمهال معده له ستونزو ژغوري.

  • فایبر د معدې، د کلیسټرول د کچې او د زهرجنو توکو په خارجولو کې مرسته کوي او کولی شئ چې له ډوډۍ، وچو مېوو، زړو، دالو، برکولۍ، کېلې او سابو څخه یې ترلاسه کړئ.

هغه خوراکي توکي چې د انټي بیوټیکو اغېزې کموي:

هغه خوراکي توکي چې کلسیم لري، د انټي بیوټیکو اغېزې کموي، نو کله چې انټي بیوټیک استعمالوئ نو له هغه خوراکي توکو څخه ډډه وکړئ چې کلسیم لري.

دا هم ولولئ

که د وینې فشار لوړ وي یا ټیټ، څه ډول به یې کنترولوو؟

د عمر په ډېرېدو سره په ځینو کسانو کې د وینې د لوړ فشار امکان …