کورپاڼه / خبرونه / پاکستاني کرکټر وهاب رياض د کرکټ مينه والو سره بد چلند کړى؟ ويډيو
وهاب رياض

پاکستاني کرکټر وهاب رياض د کرکټ مينه والو سره بد چلند کړى؟ ويډيو

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکى او د پاکستان سوپر ليګ په شپږم پړاو کې د پېښور زلمي لوبډلې لوبډلمشر وهاب رياض يوه ويډيو په ټولنيزو رسنيو کې خپره شوې ده، چې په لوبغالي کې د تماشچيانو سره يې بد چلند کړى دى.

په ويډيو کې ليدل کېږي، چې وهاب رياض د تماشچيانو خواته نږدې راځي، چې هغوى ورته چيغې وهي. وهاب رياض ته د تماشچيانو له لوري يو کس د (پرچي) غږ کړى وي، چې په هغې باندې وهاب رياض ډېر غصه وي.


وهاب رياض له تماشچيانو پوښتنه کوي، چې دا اوس چا د پرچي پرچي غږونه کول، هغه بيا بيا پوښتنه کوي، خو څوک ځواب نه ورکوي او له غصې نه ځينې سختې کلمې وايي.

دا ويډيو اوس يو ځل بيا په ټولنيزو رسنيو کې لاس په لاس کېږي، خو د پاکستاني رسنيو په وېنا، د وهاب رياض دا ويډيو د ٢٠١٩ کال ده، چې د پاکستان سوپر ليګ د څلورم پړاو پر مهال ريکارډ شوې وه، هغه وخت هم وهاب رياض د پېښور زلمي لوبډلې لپاره لوبېده.

دوه کاله وروسته دا ويډيو بيا خپرېږي او د پاکستانيانو له لوري پرې بېلا بېلې تبصرې کېږي. په تبصرو کې ځينو کسانو د وهاب رياض دا ډول چلند غندلى دى او د تماشچيانو ملاتړ يې کړى دى.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …