کورپاڼه / روغتيا / د ډېرو خوږو شیانو د خوړلو عادت یو بل زیان هم په ګوته شو

د ډېرو خوږو شیانو د خوړلو عادت یو بل زیان هم په ګوته شو

د ډېرو کسانو خواړه یا خوراکي توکي تر هغه وخته پورې بشپړ نه وي، ترڅو خواږه شیان ونه خوري، چې دا ډول کسانو ته د خوراکي توکو کارپوهان د خوږو روږدي وایي او هغه کسان چې دغه عادت لري د شکر په ګډون د نورو ناروغیو خطر یې ډېروي، چې اوسمهال یې یو بل زیان هم په ګوته شوی او ویل شوي چې ډېر خواږه شیان خوړل دفاعي سیستم کمزوری کوي.

د یوې نوې څېړنې له مخې د فریکټوز او دفاعي سیستم باندې رڼا اچول شوې او فریکټوز هغه توکی دی چې په خوږو شیانو، میټایي او نورو شیانو کې موندل کېږي او د چاغښت، شکر او د ځیګر اړوند ناروغیو سره اړیکه لري.

د څېړنې له مخې ویل شوي چې ډېر خواږه شیان خوړل د دفاعي سیستم فعالیتونه اغېزمنوي او هغه مالیکولونه متحرک کوي، چې د سوخت سبب ګرځي او بیا دغه سوخت حجرې او نسجونه زیانمنوي او د مختلفو ناروغیو سبب یې ګرځي. په څېړنه کې هڅه شوې چې فریکټوز څه ډول د شکر او چاغښت سبب کېږي.

څېړونکې وایي، چې د خوراکي توکو په مختلفو برخو له څېړنو وروسته په دې پوهېدلی شو، چې دا څه ډول سوخت رامنځته کوي او د ناروغیو په ناروغیو کې رول لوبوي او د څېړنو له پایلو په دې پوهېدلی شو چې ځینې خوراکي توکي څه ډول زموږ روغتیا خرابوي.

له دې وړاندې په ۲۰۱۹ کال له یوې څېړنې معلومه شوې وه چې ډېر خواږه شیان خوړل زموږ دماغي روغتیا خرابوي او د هېرولو اړوند ناروغۍ رامنځته کوي.

څېړونکو ویلي دي، چې هغه کسان چې ډېر خواږه شیان خوري او د شکر ناروغي نه لري، د الزایمر یا هېرولو د ناروغۍ خطر یې ډېرېږي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …