کورپاڼه / جالب / آیا د خوب پرمهال له خلکو سره اړیکې نېول شوني دي؟

آیا د خوب پرمهال له خلکو سره اړیکې نېول شوني دي؟

د یوې نوې څېړنې له مخې معلومه شوې چې د خوب پرمهال له خلکو سره اړیکې نېول، پوښتنې کول او هغوی ته معقول ځوابونه ورکول شوني دي.

د نړیوال خبري اژانس د راپور له مخې ویل کېږي، چې د امریکا د نارت ویسټرن پوهنتون استاد کین پالر ویلي، چې موږ ته معلومه شوې چې د سترګو د تېز حرکت لرونکي خوب پرمهال له هغه خلکو سره اړیکې او خبرې کېدلی شي، چې په ورځني ډول ورسره مخ کېږو.

نوموړی وایي چې خوب لېدونکي کسان پر پښتنو د پوهېدلو، یادولو او د ځواب ورکولو وړتیا لري. پالر زیاتوي چې ډېر خلک به ووایي چې داسې شوني نه وي، چې کله له یو چا پوښتنه وکړو نو هغه بیا له خوبه راپورته کېږي یا یې په ځواب ورکولو کې ناکامه کېږي او یاهم په مطلب یې نه پوهېږي.

څېړونکو په امریکا، فرانسه، جرمني او نیدرلینډ کې له شپږ دیرشو داسې کسانو سره د اړیکې نېولو هڅه کړې، چې د خوب لېدلو پرمهال په دې پوهېدو چې خوب ویني، چې دې ډول خوب ته Lost dreaming ویل کېږي.

څېړونکي وایې داسې کسان چې خوبونه یې لېدل، د دوی لپاره په لارښونو عمل کول، د ریاضي سوالونه حلول، پوښتنو ته په (ښا او نه) سره ځواب ویل او په نورو شیانو کې توپیر کول ممکن ول، خو دا اړینه نه دی چې د خبرو په ذریعه دې ورته ځواب ورکړل شي بلکې د سترګو او څېرې د عضلو د حرکت په وسیله پوهزدلی شو.

د څېړنې له مخې خوب لېدونکو اشخاص ۱۵۸ پوښتنو ته ۱۸.۶ سلنه سم ځواب ورکړ، چې په مختلفو طریقو سره ور څخه پوښتنې شوې وې او یو کس خو تر دې پورې هم پوښتلي ول، چې آیا په هسپانوي ژبه خبرې کولی شي.

دا هم ولولئ

د ۲۰۲۲ کال په اړه حیرانوونکې خو وېرونکې وړاندوینې

د شپاړسمې پیړۍ مشهور فرانسوي ستور پیژندونکی نوسترادموس لکه څنګه چې د تېرو کلونو په …