د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى به د زمبابوې پر وړاندې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې ګډون ونکړي، ځکه چې هغه ټپي شوى دى.
د افغانستان کرکټ بورډ په وېبپاڼه يو خپاره شوي خبر کې ويل شوي دي، چې د هغه د ګوتې د ټپي کېدو له امله به ونه شي کولاى چې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې برخه واخلي.
که څه هم په دې اړه څه نه دي ويل شوي، چې د هغه ګوته چېرته او څنګه ټپي شوې ده، خو نوموړى په دې وروستيو کې د پاکستان سوپر ليګ کې د لاهور قلندرز لپاره دوه لوبو کې ولوبېده او له هغه وروسته د پاکستان نه بېرته متحده عربي اماراتو ته ستون شو.
افغانستان په خپل کوربه توب کې له زمبابوې سره ٢ ټېسټ او ٣ نړيوالې شل اوريزې لوبې لري، چې لومړۍ لوبه به يې د مارچ په ٢مه نېټه په متحده عربي اماراتو کې پيل شي.
دا لومړى ځل دى چې افغانستان له زمبابوې سره د ټېسټ لوبو لړۍ ترسره کوي، تر دې مخکې افغانستان ٤ ټېسټ لوبې ترسره کړې دي، چې په ٢ لوبو کې يې بريا او ٢ لوبو کې يې ماتې خوړلې ده.