کورپاڼه / جالب / یو امریکایي د ولچک په لاس کولو سره د اوږدې لامبو وهلو ریکارډ پخپل نوم کړ

یو امریکایي د ولچک په لاس کولو سره د اوږدې لامبو وهلو ریکارډ پخپل نوم کړ

د روان ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ په څلرویشتمه نیټه د امریکا په ورجینیا ایالت کې یو شخص د یو ریکارډ د ماتولو لپاره خپل لاسونه ولچک کړل او د YMCA په نوم د لامبلو حوض یا ډنډ ته یې ور ټوپ کړ.

د نړیوال خبري اژانس د راپور له مخې ویل کېږي، چې دغه شخص کیټزمان نومېږي او دوه دیرش کاله عمر لري او د جورج وایي YMCA حوض یا ډنډ کې یې د ۳.۴۴ کیلو میتره فاصلې په وهلو زوړ ریکارډ مات او نوی ریکارډ یې په خپل نوم کړ او د نړیوالو ریکارډونو په کتاب کې یې ثبت کړ.

راپور زیاتوي چې د ولچک په لاس کولو سره د لامبلو زوړ ریکارډ الهام سادات اصغري په ۲۰۱۹ کال کې پخپل نوم کړی و، چې ۳.۴۱ کیلو میترو فاصله یې په لامبلو سره وهلې وه.

بله خوا کیټزمان وایي، چې نوموړی ډېر زیات خوشحاله دی چې د نړیوالو ریکارډونو د کتاب زوړ ریکارډ یې مات او پخپل نوم کړ.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …