دوه ورځې وروسته د کب ٩مه نېټه او د ملي امنيتي ځواکونو ورځ په ټول هېواد کې لمانځل کېږي، خو په داسې وخت کې په ټولنيزو رسنيو کې يو داسې عکس ډېر لاس په لاس کېږي، چې د افغانانو له پراخ غبرګون سره مخ شوى.
په عکس کې ليدل کېږي، چې مشهورې سندرغاړې اريانا سعيد ته امنيتي ځواکونه سلامي کوي.
په ټولنيزو رسنيو، په ځانګړې توګه په فېسبوک کې دا عکس خپرېږي او د خلکو له لوري پرې سختې نيوکې کېږي، ډېرى خلک دا د امنيتي ځواکونو سپکاوى ګڼي، چې يوې سندرغاړې ته په سلامۍ ولاړ دي.
دلته د ځينو خلکو غبرګون، چې په فېسبوک کې يې د دې عکس په اړه ښکاره کړى دى، له تاسې سره شريکوو.
معين سهار ستانکزي دا عکس خپور کړى دى او ورته يې ليکلي دي: ((دلته په افغانستان کې منصبونو ته منصبداران نه دي لوړ شوي بلکې منصبونه ورته راټيټ شوي دي، سرتېري د دې هېواد اصلي بچيان دي خو داسې يې سپکول چې د سرتېرو غرور په خاورو خړ کړي د زغم نه دى، د دې کار عاملين دې ونيول شي وځپل شي.))
د نوين رشيد په نوم يو بل کس دا لوى خيانت ګڼلى دى او ويلي يې دي چې (ملي ځواکونو او ملت سره لويه جفا ده). هغه مخکې ليکي: ((يو عظيم فوځ څنګه کولى شي چې يو داسې ښځې ته په سلامي ودرېږي چې سر تر پايه پلاستيک او سيليکون کارل شوى وي.))
د ميروېس احمدزي په نوم يو بل کس هم دا عکس په فېسبوک کې خپور کړى دى او ليکلي يې دي: ((زه باور لرم چې د اريانا سعيد او د هغې مېړه ته ښه راغلاست ويل د هغه سرتېرو عزت او وقار ته سپکاوى دى چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې د دې هېواد د ځمکې او ناموس دفاع کوي.))
د شفق ماښام په نوم يو بل کس هم دا عکس په فېسبوک کې خپور کړى دى او د دې کار غندنه يې کړې ده.
د اميد ثمر په نوم يو بل کس بيا دا کار د جمهوريت سپکاوى بللى دى او د دې کار غندنه يې کړې ده.
د يادولو وړ ده چې دا عکس په ټولنيزو رسنيو کې ډېر لاس په لاس کېږي او د خلکو له لوري پرې نيوکې کېږي. دا عکس پرون د سرتېري فلم د غونډې پر مهال اخيستل شوى دى، چې له يوې ويډيو څخه اخيستل شوى.