د بالیووډ اداکاره یا هنرمنده چې د خپلو اختلافي بیانونو په سبب د خبرونو د سر ټکی ګرځي، خپل ځان یې له سري دیوي وروسته په هندي فلمونو کې یواځینۍ اداکاره یا هنرمنده ګڼلې.
کنګنا رناوت په دې وروستیو کې د بالیووډ (تنو ویډ منو) د فلم چې لس کاله یې بشپړ شوي، د یوې صحنې تصویر یې په ټویټر خپور کړی.
کنګنا پخپل ټویټ لیکلي، چې نوموړې په تېزو او غوسه کوونکو رولونو په لوبولو کې ایساره وه، خو دې فلم یې په کیریر کې بدلون راوست. نوموړې زیاتوي چې په ملکې، دتو او کامیډي سره یې مرکزي رول لوبوي او د ټوکو یا مسخرې وخت یې غوره کړی او له سري دیوي وروسته یواځینۍ اداکاره ترې جوړه شوې.
I was stuck in edgy/neurotic roles, this film changed the trajectory of my career, was my entry in to mainstream that too with comedy, with Queen and Datto I strengthened my comic timing and became the only actress after legendary SriDevi ji to do comedy #10yearsoftanuwedsmanu https://t.co/WMXgPdi781
— Kangana Ranaut (@KanganaTeam) February 25, 2021
له دې وړاندې هم کنګنا رناوت خپل نان له ټام کروز، میریل سټریپ او ګال ګیډټ څخه غوره ګڼلی و او ویلي ول چې د خپلې دې دعوې په اړه بحث ته تیاره ده او که چېرته د ځمکې پر مخ له دې غوره اداکاره څوک ور وښیي، نو نوموړې وعده کوي چې خپل غرور به پرېږدي، ګنې پخپل ځان به ویاړ کوي
یاده دې چې په ۲۰۱۱ کال خپور شوی د بالیووډ فلم (تنو ویډز منو ریټرنز) کې کنګنا رناوت دوه ځایه رول لوبولی، چې رنګ نات مداون یې مهم رول لوبول په ګوته شوي ول.