کورپاڼه / خپلواک / افغانستان به له هند، انګلستان او سويلي افريقا سره مخ کېږي
افغانستان لوبډله

افغانستان به له هند، انګلستان او سويلي افريقا سره مخ کېږي

خپلواک وېبپاڼه (٢٤ اکتوبر ٢٠١٩): د راتلونکي ٢٠٢٠ نړيوال شل اوريز جام په لوبو کې افغانستان په ګروپ ٢ کې ځاى لري، چې په دغه ګروپ کې به افغانستان له هند، انګلستان، سويلي افريقا او دوه نورو کواليفايي لوبډلو سره لوبې ترسره کوي.

د کرکټ نړيوالې شورا ٢٠٢٠ نړيوال شل اوريز جام د اکتوبر له ٢٨مې تر نومبر ١٥مې نېټې پورې په اسټراليا کې ترسره کېږي، چې ١٦ لوبډلې به پکې ګډون کوي او ٤٥ لوبې به پکې ترسره کېږي.

ويسټ انډيز د افغانستان پر وړاندې خپلې لوبډلې اعلان کړې

د انګلستان په ١٠٠ توپير ټورنمنټ کې ٤ افغان لوبغاړي واخيستل شول

ولسمشر غني له اصغر افغان سره ليدلي

د دغه نړيوال جام کوربه اسټراليا دى او همدا راز د افغانستان په ګډون پاکستان، هند، انګلستان، سويلي افريقا، نيوزيلېنډ، ويسټ انډيز، سريلانکا او بنګله دېش ورته نېغ په نېغ لار پېدا کړې ده او ٦ لوبډلې به ورته د نړيوال شل اوريز جام د کواليفايي لوبو څخه راځي.

دا لومړى ځل دى چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نړيوال جام ته نېغ په نېغه کواليفايي کوي. افغانستان د ٣١ دسمبر ٢٠١٨ د درجه بندۍ په حساب ٧مه لوبډله ده.

افغانستان به خپله لومړۍ او دويمه لوبه د کواليفايي لوبډلو سره ترسره کوي. له سويلي افريقا سره به بيا د نومبر په اوله نېټه مخ کېږي، د انګلستان سره د نومبر په ٤مه او همدا راز له هند سره به د نومبر په اتمه نېټه خپله لوبه ترسره کړي.

د يادولو ده چې افغانستان په راتلونکې مياشت کې له ويسټ انډيز سره د ٣ شل اوريزو، ٣ يو ورځنيو او ١ ټېسټ لوبو لوبلړۍ په هند کې ترسره کوي، چې دغه لوبه د افغانستان په کوربه توب ترسره کېږي. ويسټ انډيز له مخکې درې واړه بڼو ته خپلې لوبډلې اعلان کړي دي او ښايي افغانستان کرکټ بورډ د ويسټ انډيز پر وړاندې لوبو لپاره سبا اعلان کړي.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …