کورپاڼه / د لوبو راپورونه / اکشر پټيل او اشوين په انګلستان کانې وکړې، ټوله لوبډله يې په ٨١ منډو وسوځوله
اکشر پټيل

اکشر پټيل او اشوين په انګلستان کانې وکړې، ټوله لوبډله يې په ٨١ منډو وسوځوله

د انګلستان او هند ترمنځ دريمه ټېسټ لوبه ډېره جالبه روانه ده، ځکه په دويمه ورځ باندې درې پاڼۍ پاى ته ورسېدې او څلورمه پاڼۍ روانه شوې ده، چې دواړه لوبډلې په ډېرو کمو منډو وسوځېدې.

په لومړۍ پاڼۍ کې انګلستان ١١٢ منډې وکړې، چې اکشر پټيل ٦ او روي چندرن اشوين ٣ لوبغاړي وسوځول، په ځواب کې يې د هند ټوله لوبډله هم په لومړۍ پاڼې کې په ١٤٥ منډو وسوځېدله، چې جو روټ ٥ او جاک ليچ ٤ ويکټې ترلاسه کړې.

خو انګلستان په دويمه پاڼۍ کې هم ونه توانېدله چې ښه توپوهنه ترسره کړي او ټوله لوبډله يې په ٨١ منډو وسوځېدله، چې اکشر پټيل ٥ او روي چندرن اشوين بيا ٤ ويکټې ترلاسه کړې.

د دويمې پاڼۍ پاى ته رسېدو وروسته انګلستان د ٤٩ منډو هدف هند ته وټاکه، چې هند د ياد هدف په تعقيب خپله دويمه پاڼۍ پيل کړې ده.

د يادولو وړ ده چې د ٤ ټېسټ لوبو لړۍ لومړۍ لوبه انګلستان او دويمه بيا هند ګټلې وه.

دا هم ولولئ

پاکستان په لومړۍ ټیسټ لوبه کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه

د بنګله دېش او پاکستان لوبډلو ترمنځ د دوو ټیسټ لوبو په اولې ټیسټ لوبه …