کورپاڼه / خبرونه / روي چندرن اشوين په ټېسټ کرکټ کې ستر ريکارډ جوړ کړ
روي چندرن اشوين

روي چندرن اشوين په ټېسټ کرکټ کې ستر ريکارډ جوړ کړ

د هند کرکټ ملي لوبډلې اف برېک توپ اچونکي روي چندرن اشوين د انګلستان پر وړاندې په دريمه ټېسټ لوبه کې ډېره ښه توپ اچونه ترسره کړه او يو ستر هدف يې هم ترلاسه کړ.

نوموړي په دې لوبه کې په ټېسټ لوبو کې د ٤٠٠ ويکټو هدف پوره کړ، چې په دې سره په ټېسټ لوبو کې دويم توپ اچونکى شو چې په کمو لوبو کې يې دا هدف پوره کړ.

د سريلانکا پخواني توپ اچونکي مرلي دهرن په ٧٢ ټېسټ لوبو کې ٤٠٠ ويکټې اخيستې وې، چې د هغه ريکارډ تراوسه پورې چا نه دى مات کړى، خو روي چندرن اشوين بيا په ٧٧ لوبو کې دا هدف پوره کړ او دويم توپ اچونکى شو.

همدا راز نوموړى څلورم هندى توپ اچونکى دى چې د ٤٠٠ منډو هدف يې پوره کړ، تر هغه مخکې انيل کمبلى ٦١٩، کپيل ديو ٤٣٤ او هربجن سينګ ٤١٧ ويکټې ترلاسه کړې دي، چې ورپسې روي چندرن اشوين هم څلور سوه ويکټې ترلاسه کړې.


د يادولو وړ ده چې د انګلستان او هند ترمنځ دريمه ټېسټ لوبه روانه ده، خو دواړه لوبډلې د زياتو منډو په جوړولو ونه توانېدل، انګلستان په لومړۍ پاڼۍ کې ١١٢ او په دويمه پاڼۍ کې ٨١ منډې وکړې، هند بيا په لومړۍ پاڼۍ کې ١٤٥ او دويمه پاڼۍ اوس ترسره کوي.

دا هم ولولئ

کريس موريس

کريس موريس په شپږيزه د راجستان رايلز لوبډله بريالۍ کړه

د راجستان رايلز لوبډله چې د ټاکلي هدف پر وړاندې ډېره کمزورې روانه وه، خو …