د ويسټ انډيز چټک توپوهونکى کريس ګيل، چې د يونيورس باس په نوم پېژندل کېږي، د پاکستان سوپر ليګ کې يې دوه لوبې ترسره کړې او بېرته خپل هېواد ته ستون شو.
نوموړى په دغه سياليو کې د کوټې ګليډيټرز لوبډلې لپاره لوبېده. د پاکستان سوپر ليګ په ټولنيزو رسنيو کې د کريس ګيل يوه په زړه پورې ويډيو خپره کړې ده، چې د پرتوګ چېلنج سرليک ورکړل شوى دى.
په دې ويډيو کې ليدل کېږي، چې کريس ګيل ته پرتوګ ورکړل شوى دى، چې لومړى په دې پرتوګ کې هغه پرتوغاښ اچوي او بيا يې اغوندي.
د کريس ګيل دا ويډيو په ټولنيزو رسنيو کې خلکو ډېره خوښه کړې ده او ډېرې جالبې جالبې تبصرې يې هم پرې کړې دي. نوموړى نه يوازې دا چې د کرکټ يو مخکښ توپوهونکى دى، بلکې د کرکټ په نړۍ کې يو کوميډي او ډېر خندوونکى لوبغاړى هم دى.
په نړيوال شل اوريز جام کې د کريس ګيل هغه ويډيوګانې هم يو وخت ډېرې مشهورې شوې وې، کله چې افغانستان د ويسټ انډيز لوبډلې ته ماتې ورکړه او کريس ګيل بيا د افغان لوبغاړو سره د بريا خوشحالي لمانځله.