کورپاڼه / بېلا بېل / په مصر کې د دویم واده لپاره د میرمنې اجازه اړینه ګڼل شوې، کنه نو…

په مصر کې د دویم واده لپاره د میرمنې اجازه اړینه ګڼل شوې، کنه نو…

د مصر حکومت د میرمنو له اجازې پرته پر نارینه وو د دویم واده بندیز ولګاوه او هغه څوک چې ترې سرغړونه وکړي، نو په یو کال بند او جریمې یا دواړه سزاوې به ورکړل شي.

د نړیوالو رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي، چې د مصر د حکومت کابینې د واده، طلاق، د نکاح د ردولو، د واده د اهلیت، نفقې، پالنې او نورو برخو په اړه نوی مقررات یا اصول نافذ کړی دی..د کابینې لخوا د تصویب شوي مقررات له مخې ویل کېږي، چې هیڅوک هم د لومړۍ میرمنې له اجازې پرته دویم واده نه شي کولي، خو که چېرته یې وکړ نو یو کال بند، جریمه یاهم دواړه سزاګانې به وویني.

د تصویب شوي قانون په مسوده کې لیکل شوي، چې له کوژدې وروسته له نکاح څخه انکار کول یاهم له دواړو خواوو څخه د یوه د مړینې په صورت کې مهر بېرته ورکول کېږي. دغه راز لیکل شوي، که چېرته کوم شخص دویم واده پټ وکړي نو له قانون څخه سرغړونه ده، نو باید له دویم واده دمخه له لومړۍ میرمنې اجازه واخیستل شي.

په مسوده کې راغلي چې د نکاح پرمهال باید هر څوک د خپل واده په اړه معلومات وکړي، که چېرته یې دمخه واده کړی وي، نو د لومړنۍ میرمنې څخه باید اجازت نامه ولري.

په دې قانون کې په واصح ډول سره راغلي، که چېرته چا په پټه واده وکړ، یو کال بند او له شلو تر پنځوس زرو مصري پونډو پورې به جریمه ورکوي او په ځینو صورتونه کې بیا دواړه سزاګانې ورکول کېږي، که چېرته نکاح کوونکې په شعوري توګه یې نکاح وتړي، نو هغه به هم سزا وویني.

دغه راز د مادي یا معنوي زیان په پایله کې به میرمنه د طلاق غوښتلو حق ولري او د واده لپاره به هلک یا انجلۍ اتلس کاله عمر لري او هغه څوک چې کم عمره کسانو ته واده وکړي په یو کال بند او له پنځوس څخه تر دوه لکه مصري پونډو پورې جریمه به ورکوي او په مصر کې به د هر پیدا کېدونکي ماشوم نسب د هغه مور ته منسوب وي.

دا هم ولولئ

لیونل میسي د اووم ځل لپاره هم د سرو زرو توپ وګاټه

د فوټبال د نړۍ مخکښ ستوري ارجنټایني لوبغاړي لیونل میسي د اووم ځل لپاره د …