کورپاڼه / د لوبو راپورونه / هند د ١٠ ويکټو په ستر توپير انګلستان مات کړ
هند لوبډله

هند د ١٠ ويکټو په ستر توپير انګلستان مات کړ

د انګلستان لوبډلې په دواړو پاڼيو کې په ډېرو کمو منډو له سوځولو وروسته هند د ٤٩ منډو هدف په ډېرې اسانۍ پوره کړ او په دريمه ټېسټ لوبه کې يې انګلستان ته ماتې ورکړه.

د هند او انګلستان ترمنځ دريمه ټېسټ لوبه په دوه ورځو کې پاى ته ورسېده، دا لوبه چې پرون پيل شوې وه، انګلستان په لومړۍ پاڼۍ کې په ١١٢ منډو وسوځېده.

هند هم په لومړۍ پاڼۍ کې ډېرې منډې ونه شوې کولاى او ټوله لوبډله يې په ١٤٥ منډو وسوځېدله، خو د انګلستان لوبډله بيا په دويمه پاڼۍ کې بېخي کمزورې ثابته شوه او ټوله لوبډله يې په ٨١ منډو وسوځېده.

انګلستان د هند لوبډلې ته د ٤٩ منډو هدف وټاکه، چې هند په اسانۍ سره پوره کړ او د ١٠ ويکټو په ستر توپير يې بريا خپله کړه.

اکشر پټيل بيا په دواړو پاڼيو کې ډېرې ويکټې ترلاسه کړې او ١١ لوبغاړي يې وسوځول، په لومړۍ پاڼۍ کې يې ٦ او په دويمه پاڼۍ کې يې ٥ ويکټې واخيستې.

د يادولو وړ ده چې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې انګلستان او په دويمه کې هند بريا خپله کړې وه، چې اوس هند د ٤ ټېسټ لوبو لړۍ کې د ٢-١ سره مخکې ده. د دواړو لوبډلو ترمنځ وروستۍ ټېسټ لوبه به د مارچ په ٤مه نېټه پيل شي.

Loading...

دا هم ولولئ

مهيندر سينګ دهوني

دهوني په لومړۍ لوبه کې ١٢ لکه روپۍ جريمه شو

د چيناى سوپر کنګز لوبډلې لوبډلمشر مهيندر سينګ دهوني په خپله لومړۍ لوبه کې د …